پښتو ادب · شاعران
داوخان مینه پال
د داوخان مینه پال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
داوخان مینه پال
غزل
چېرته چې چلم او صراحي نسته
هلته خو جانانه زندګي
نسته
څه سولې مغروري ککرۍ دلته
ولې په کندهار کې اوس نامي نسته
يوه لاره د وېرې او د
ډار لاره
بله د خوښيو دوراهي نسته
څوک به سندرماره درخانۍ کې بيا
يو ادم ؤ بل يو ربابي نسته
زما که له ځوانۍ نه مزه تللې ده
ستا هم په لېچونو کې بنګړي نسته
رنګ د مينې ولاړ ترې م
ينه پال اشنا
نوره دې مزه د شاعري نسته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
داوخان مینه پال
کلي نه را کډه شوو په ښار کې زندګي کوو
دلته هم په
وېره او په ډار کې زندګي کوو
اې د نړۍ خلکو ورځۍ ټولې خوښۍ ستاسي دي
موږ به په چاودنو او بمبار کې
زندګي کوو
ژوند مو د دردونو او د څړيکو يوه کيسه سوله
سمدم په زخمونو او پرهار کې زندګي کوو
کله دې تر شونډو رسو کله هم تر منځ پاته
داسي په نشه او په خمار کې زندګي کوو
ښه د سپوږ
مۍ شپه او د سيند غاړه مينه پال اشنا
تش اوس د خيالونو په ديار کې زندګي کوو