پښتو ادب · شاعران
بای خان
د بای خان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بای خان
غزل
رالیږونکی:بای خان
ودريـــــــــږه ريــــــــبا ره د لــــــــــــــبرڅنګه و؟
څنـــــــګه شــــــــــــو پــــــخلا ؟مرورڅنګه و؟
زه خـــــــــوويـــــــــم په خداي چې ثاني نلري
تـــــــــه ووايــــــــــه ستـــــــــا په نظرڅنګه و؟
شپه وربا نـــــــــدې څنــــــګه وه تا څه ووي؟
وي رښتيا دشپــــــــــــــې نه سحر څنګه
وو؟
ما بـــــــا نـــــــــدې خوتيرشومحرم غوندې
ده با ندې تـــيرشوى اختر څنــــــــــګه وو؟
شا يـــــــــد اشـــــــنا ورســــــــــره خوښه وه
نن يـــــــــــې دارقيب
زړور څنـــــــــګه وو؟
تا ورته ښه وكتــــــــــــل رښــــتيـــا وايه ؟
خا ل يې دسروشونډوپـــــه سر څنګه و؟
څه پوه شوې ريباره ؟ څه دې واوريدل ؟
څه يــــې وي پــــــــه ما يې
با ورڅنګه و؟
دومره يې په شــــونډوباندې پوه شومه
غلې غوندې وويــــــــل شـــرر څنګه
وو؟