د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ابدالي ((محزون))

د ابدالي ((محزون)) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غــــــــــــــــــــــريـــــبـــــــــــيبشپړ شعر ولولئ

غــــــــــــــــــــــريـــــبـــــــــــي

ابدالي ((محزون))

تور پيکى مې له وړوکوالي ډيره
خواښيده د ښوونځي وروسته به ټولو هلکانو او نجونو د کلي په لوبغالي کې لوبې کولې مينه يې ورو ورو لکه د انګور
ښاخ چې له ونې خپلې پنجې تاواوي زما له زړه څخه تاويده د خيال باز مې خپلې وزرې له هرې خوا ټولې کړي وې او يواځې يې د
هغه ګل بڼ د پاسه پروازونه کول چې چېرته يې د ارامتيا د احساس طمع وه .دځان سره به مې فکر کاو چې تور پيکى به هم زما
سره مينه لري او خپل د صياد په دام کې نښلى زړه به مې په دې خبرو دوکه کاواو هغه دشاعر مصرعى به مې ځان ته رايادوله چې وايي

ديوه زړګي نه بل ته لار وي چې زم
ا خوښ يې ستا به ولې بد ايسمه

د ځان سره به همېش دا فکر ؤ چې تورپيکى به هم زما د ميني په دام کې نښتي اويا به
نښلي. نه پوهيدم چې څرنګه خپل پټ راز له تورپيکى سره شريک او ورته ووايم چې درسره مينه لرم.په دې ارمان چې زه تورپيکى وپوهوم چې درسره مينه لرم تورپيکى د کلي د ناوړه رواج ښکار شوي وه او بيا به تورپيکى د کلي لوبغالي ته د
لوبو لپاره نه راتله .پدې وخت کې د وخت تيري هيڅ شى نه و پاتې يواځې د تورپيکى په ياد او د هغې د ديدن په طمع مې وخت
تيرؤ.ديدن يې نور زما لپاره د قدر شپې په قسم وو چې په ډېر تکليف به توانيدم چې ديدن يې وکړم او د يوديدن لپاره مې ډېرې ستړي زغملې نور نو راباندې د تورپيکى د جدايې غمونو غاښونه راباندې ټينګ کړي او ځانته ناستى او د خلکو جدايي
مې ډيره خواښيده د رنګ بڼه کې هم نوره بدليده،ټول ملګري حتى مور مې هم راباندې شکي وه چې ممکن چينار مريض وي.نه
پوهيدم چې څرنګه مې مور وپوهوم چې د تورپيکى په مرکه ورشي خو اخر مې د وړې خور په خوله مور ته وويل چې د تورپيکى
په پلار مرکه شي .همغه وو چې مور مې د تورپيکى پلار ته د تورپيکى د غوښتنې لپاره په مرکه شوه دا چې د تورپيکى پلار د کلي خان وو زمونږ مرکه يې ځکه رد کړه چې چينار د غريب سړي ځوي ده او خانانو خو عموما د غريبانو سره ورانه
وي.شپې او ورځې په دې طمع صبا کيدې چې ګوندې پيسه دار شم او د تورپيکى پلار راضي شي او مرکه قبوله کړي.ندې وختونو کې
مې د تورپيکى جدايي او نا هيليوفکر داسې په ميرو سر کړى وو لکه چې ښکاري باز د کوترې لاره غلطه کړي.درس مې نه زده
کيدواو هره ورځ به ښوونکي په دې تور راټلم چې چينار تمبل شوى دى بله ورځ چې د غرمې يولس بجې او سخته ګرمي وه د
ښوونځي څخه کورته راتلم وړه خور مې د ليري وليده چې زما په لور راروانه ده عجيبه ده ما له ځان سره فکر وکړ چې هوسى
خو هيڅ کله هم زما هرکلي ته نده راغلي پدې سوچ کې وم چې هوسى د ستړي مشي وروسته وويل چې چينار ګله وروره خبر
به نه وې . نه ولې؟ ما ځواب ورکړ په ډېر خفګان يې راته وويل چې تورپيکى يې کوم کس ته واده کړه ريښتيا وايې!ددې خبرې په
اوريدو مې له خولې کوکې لاړې چې مور مې راباندې غږ وکړو ځويه وا ځويه څه خبره ده چې پاڅيدم توره شپه وه بسم الله مې
وويله او بېرته ويده شوم.