د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سید اختیارسباوون

د سید اختیارسباوون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید اختیارسباوون

نن مازيګر مې سروګلونو سره لوبې وكړې
دزړه په زور مي ستا خيالونو سره لوبې وكړې
ماترېنه وغوښتل رنګونه ستا تصوير له پاره
بيګاه مي ستورو شفقونوسره لوبې وكړې
مينه جادو وه زه
يې له ځانه ورك كړم
لكه منصور مې تهمتونو سره لوبې وكړې
ستا په اور اور رخسار مې وسول دځوانۍ پسرلي
ليوني
زړه مې له اورونو سره لوبې وكړې
دخوشالو په نوم مي ټول عمر په خپله خوښه
دڅو ګل مخو له غمونو سره لوبې وكړې

په دې بې نرخه پلوشو كې دقسمت له لاسه
ستا سباوون هم ماښامونو سره لوبې وكړې