پښتو ادب · شاعران
قاسم مین
د قاسم مین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
قاسم مین
هيلې ويدې شوې په سلګو،سلګو کښې
ډېر ئې ناوخت کړ په راتلو ، راتلو کښې
نه پرې يار پوه شو ،اونه زه شوم خبر
شپه مو سحر کړه،په کيسو، کيسو کښې
ديدن د
يار لکه يو څرک وي،تېر شي
خو، ما لوګۍ کړي، په شېبو،شېبو کښې
دۀ په خندا،خندا کښې هر څه پټ کړل
ما ځان رسوا
کړ، په ګيلو،ګيلو کښې
چې ئې له شرمه په خولې نه راتلله
راته ئې وکړه په کتو، کتو کښې
هم جامه راشه
د خم څنګ کي کښېنو
هر څه لاهو کړو په نشو ،نشو کښې
نور په خوږو کښې سر ګردان ورپسې
خو مين وموند،په ترخو، ترخو کښې
پښور - پښتونخواه ١٨/٤/٢٠٠٩