د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سمیع الله خا

د سمیع الله خا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

نوی ځمکهبشپړ شعر ولولئ

نوی ځمکه

سمیع الله خا

کله چی ځمکه نوی وه
او داسی نوی چی لا آدم او هوا
پری قدم نه وو
ایښی
زما او ستا کیسی
د مینی کیسی
کولی ټولو ملایکو او پریانو
لوړ اسمانونو او سپوږمی کښی
***
او
داسی مینه...
دا بیساری مینه
چی لا تراوسه
څوک یی مثال نه لری
او نه چا اوریدلی
د داسی مینی او پرزوینی
***
او دا ښایست
چی خدای درکړی تا ته
او دا ځوانی چی خدای راکړی ما ته
به بیا رانشی
دی کوچنی
دنیا ته
او زه او ته به ابدی اوسو
د خلکو زړونو او مغزونو کښی تل
***
نور نو ګلی مه کوه
چی څوک د غم نه
کوی
شته لیونیان چی اوس هم قدر کوی
او لا امید لری
زما او ستا
خو لا کولای نه شی
او رسیدلی نه شی
زما او ستا منزل ته
نور نو ګلی مه کوه
چی څوک د قدر نه کړی
ستا عزت او احترام نه کوی...
ته خو خبره نه
یی
چی زما او ستا نوم د هر چا په خوله دی
او ټول مو هوس لری
غمجن زړونو کښی...
ته لا خبره نه یی
نور نو
ګلی مه کوه

وزیر محمد اکبر خان
۲۰ اپریل ۲۰۰۹ میلادی کال