پښتو ادب · شاعران
م حمديوسف(غيرت)
د م حمديوسف(غيرت) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
سوځيبشپړ شعر ولولئ
سوځي
م حمديوسف(غيرت)
له ډيره قهره راته هروخت غمازان سوځي
زمونږپه وينونه مړيږي په ارم
ان سوځي
په ځان مين خوهميشه ناست وي دخيرپه غونډۍ
دوطن غم کې تل يواځې عاشقان سوځي
دتشولاپومجنونان په سپين
ميدان ولاړوي
دتوروشپوتوروپردوکې خادمان سوځي
چې همېشه وايي په زړه کې تل دغم سندرې
دځوان احساس په لمبوهروخت شاعران سوځي
هېڅ نه پوهيږم داڅه کيږي په افغان مسلمان
چې ګرم،سوراورکې پراته موزوړاوځوان سوځي
بس کړه
غيرته دزړه حال دې چاته مه وايه نور
ښه په ښکاره نن دپښتون تاريخ نشان سوځي