پښتو ادب · شاعران
محمد قسیم مین
د محمد قسیم مین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
د جنت خبرېبشپړ شعر ولولئ
د جنت خبرې
محمد قسیم مین
پښتونه، څه دې شولې، ا دغېرت خبرې
ا د ننګونو
کېسې، هغه د پت خبرې
نن دې چې حال ته ګورم،ټولې دروغ وې ،ښکاري
هغه د هوډ او تکل اودهمت خبرې
ټول رقيبان د يو
بل،نورې دروغ دي هسې
دا د يو والي کيسې،او د وحدت خبرې
نن دې کوڅو کښې ګوره،ژوندي خپل مړي وژنې
خورې په کور
او کلي،د خوف،دهشت خبرې
په هره ژبه د نن، دي د درخو د ټکري
پرون هر چا کولې، ستا د حرمت خبرې
پدې رڼا،رڼا
کښې،ستا په نصيب ليکلی
د تورو شپو زمزمې،او د ظلمت خبرې
ته ئې ساده ګېر کړی،هلته رقيب ته ګوره
ټوپک په لاس
او کوي،د محبت خبرې
مو نږ ازلي دوزخيان،چې يو دوزخ پېژنو
راته عجبې ښکاري، ستا د جنت خبرې
نوره ئې بس کړه راشه،تر څو به وينو،اورو
دا د جنګونو کيسې،او عداوت خبرې
ددې تريخوالي نوره،سمه چاره ده په کار
څو به
مو خولې خوږووي،د پاني پت خبرې
کاش هغه ورځ هم راشي،چې لر او بر کښې زما
وي د ورورۍ نکلونه، د اخوت خبرې
کابل ٣١/٥/٢٠٠٩