د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالحمید ستانګزی

د عبدالحمید ستانګزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

نفاقبشپړ شعر ولولئ

نفاق

عبدالحمید ستانګزی

افغانان لکه چونجي دي ټول د ګور چې د خاورې په کالبد یې کړئ شور
یو
ټګی واکمن شي بل یې لاړ شي په لمنه کې د سره یي یا د تور
همت یې ګوره لوړ له هندوکشه اکبر بوګتي
ځان مړ کړ پخپل کور
سر ټیټ پردی کابل کې ډېره نشي چې وخوري بیا د خپلې مور او خور
فارس او پنجاب عار
ګڼي کابل سیوری ولې چې افغان شو د دوی ډوډۍ خور
مخالف د خپل واکمن د بل شیطان دی همدی دی چې عاق
کړئ خپلې مور
دی خو نه وا چې د څو ټکو خلاف یم اې واکمنه دغه ملک مې کړه سمسور
واکمن ته وا چې پاڅه زما
وار دی چې څو ورځې زه کښېنم په دې اور
اصیل بچیه پآڅه توره باسه لوچک د زمانې شوه را برسېره

هوډمن ندې خپل خدای او خپل ناموس ته ناولی څڅېدلئ بل قاموس نه
سیاست دی د وطن د حفظ علم او دین دی
د باطن د حفظ علم
ګوندونه چې اسلام باندې درېږي غلط دي دا امت یې تجزیه کړي
شل اویا نوي ګوندونه اسلامی دي کوم یې سم دی لوی الله ته مې زاري دي
هر یو کام کې درې ګوندونه جوړ دي سترګوږی دی له خپلې
خېټې موړ دی
دا څه ډم او نداف دي راځغاستلي چې واک ته رسېدو ته پړسېدلي
راشئ افغانانو یو ملت شو نور
د خپل ملک واکمن شو حقیقت شو نور
اشرف تر ټولو ښه نوم چې غني دی عالم دی توریالی دی مېړنی دی

می ۲۰۰۹