د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

تواب غورځنګ

د تواب غورځنګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

اې نړۍ!بشپړ شعر ولولئ

اې نړۍ!

تواب غورځنګ

&n
bsp;

&nbsp
; ٧٨٦

لاخو شوخه پدې ځان يې
چې دوينو بهير وينې
ته هم توروته ړنده يې
خو دسپينو بهير وينې
دبدرنګ لښکر په مخ
کې
دحسينو بهير وينې
×××
څوفکرونو ،څو سو چونو
په پنجو کې يې ايساره
څوڅېرې او څو م
خونه
درښيي دقدم لاره
بې چاره يې ، دزړه سوي يې
بله کله لرې چاره
×××
له
هر لوى واړه جلا يې
منحصره يې په ځان کې
دزمان داسې زوال دى
ځکه لاړې لوټ تالان کې
ته هغه دخاوروستورى
چې
څوګ نلري آسمان کې
×××
دپيغور وړيې اې ځمکې
تالاتش پريښي قبرونه
دلوى راج
ددعوه دارو
دستم،ستم سرونه
ووبايده ، چې دې ورپرې واى
دادکبر ورمېږونه
×××

اوس به چوپ سکون حاکم واى
که نازل دې واى قهرونه
دجبرو لړۍ به پرې واى
که مامور دې واى بادونه
دسپين
تور کيسه به نه وه
که صادر دې واى حکمونه
×××
دا چې خپل ځان کې خوټېږ
ې
دا فتنې هم دبشر دي
دا ، چوې پخپل ځان کې
دا خطشې هم دبشر دي
داتوم لړمون خوټيږي
دا کيسې هم د بشر
دي
×××
په يو څولنډو کالو کې
به خاورين ستورى سپر غۍ شي
موجودات دنورو ستورو
به حيران پدې کيسۍ شي
نوبشره ولې غواړې؟
چې له شتون دې تاو کړۍ شي.
١٤\٣\١٣٨٨