د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر اکبر

د ډاکټر اکبر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

چیغهبشپړ شعر ولولئ

چیغه

ډاکټر اکبر

چیغه
ډاکټر اکبر اکبر

راځي په پینډه د افغان را ټول شو
بلو ډیو ته د
ایمان را ټول شو
ټول سره ټول شو د ولس انګن کې
نن چې دیره کې د چاخان را ټول شو

لاسونه پورته کړﺉ ما څوک غواړيبشپړ شعر ولولئ

لاسونه پورته کړﺉ ما څوک غواړي

ډاکټر اکبر

د آدم ټول بچې په ګډه غونډ شول
او د
پیړۍ زورور چیغه وکړه
لاسونه پورته کی- ما څوک غواړي
خو – د ګڼو خلکو مینځ کې
یو لاس هم پورته نه شو
حکم
وشو!
چې کوم لاس پورته نه دی
هغه له بیخه پرې کړﺉ
او ټول لاسونه
له بیخه پرې شول
بادار...........
د
زور د ګټ د برده ودریده
د مشرۍ بګړۍ یې
په سرایله ککرۍ کیښودله
او مشر شو
بیا یوه چیغه وشوه
چې اوس د مشر
د سر ساتنې دعا ګانې وکړﺉ
په جمه لاس پورته کړﺉ
خو – خدا ییږه ده څنګ یې پام شو
چې!
لا خو د ټولو خلکو
ده پرې کړي
د سر ساتني د دعا لپاره څه پاتې دي

د میرویس جلالزي غوراوی