پښتو ادب · شاعران
داؤد بخت مندوخېل
د داؤد بخت مندوخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
داؤد بخت مندوخېل
هیلي می له درد سره پخلا سوې په یوه
یوه
اوښکې می له سترګو را جلا سوې په یوه یوه
ما چی به ستا نوم پری اخیستئ هغه دخیال
تسپي
پرې سوې بې طالبه بې ملا سوې په یوه یوه
هغه پخوانۍ توري او زغرې زموږ دپلار نیکه
چیري دي چا یووړي ټولي غلا سوې په یوه یوه
څومره پښتنې په پردی
جنګ کی کونډي بوري سوې
مینزي سوې بې ستره بې کلا سوې په یوه یوه
بخته! زموږ
دامن ښایسته او تاریخی سیمی
څنګه دسرو وینو
کربلا سوې په یوه یوه
جنوبي پښتونخوا – ږوب