د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحيمه پښتونځار

د رحيمه پښتونځار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

نه يم غزل نه يمبشپړ شعر ولولئ

نه يم غزل نه يم

رحيمه پښتونځار

شرنګ مې شه په ليچــــو کې ، دسرو زرو بنګړی مې شه
و زانګـــــه په زړه مـــې ، دلونګـــــو تــور ځونډی مـــې شه

جام مـــــې شه غاټــــوله ، چـــې دې تږې نن د پرخـــــــــــو يم
ماته مــــې کـــړه تنــــــــده ، د ســــړو اوښکو منګی مې شه

نـــــه يم غـــــزل نه يم ، زه د مـــــــــــات زړه اسويلـــی يمـــــــه
درد مې د زړګوټي ، د سلګــــــــــو نه ډک زګيروی مې شه

پړک راته د طـــور شــــــــــــــه ، د نصيب سترګې راپرانيزه
سيند د رڼو اوښکـــــــــــــو ، کې د لعلو سو ر غمی مې شه

بڼ د سنــــدريزو طلايــي وږمـــــــــــــــــو پـــه غــــــــېږه کـــې
ګل مـــې د ګلاب شــــــــــــــه ، په زړګي سوی ببری مې شه

جـــــــــار دې شمــــــه مينې ، رحيمې د اوربل سيوری شې
پټه مې کړه غيږ کې ، د عزت ښـــــــــــکلی ټيکری مې شه

ته زما نه يېبشپړ شعر ولولئ

ته زما نه يې

رحيمه پښتونځار

ما ويل کله چې زما ورځ راشي نو
اسمانونه به زما وي
ستوري به زما وي
سپوږمۍ به زما وي
نو دواړه به چيرته لرې
د مينې د وزرونو سره اسمانونو ته والوځو
او دارمان ستورو سره به ولوبيږو
او بيا به
د سپوږمۍ له ګريوانه
د خوښيو او نيکمرغيو مرغلرې غلا کړو
او هغه به د لمر په وړانګو وپييو
او بيا به د ستورو په ښاخونو کې ځانته زانګو واچوو
او دمينې او صفا په غيږ کې به وزنګيږو
خو افسوس !
نن چې زما ورځ ده
اسمانونه زما دي
ستوري زما دي
سپوږمۍ زما ده
ته زما نه يې !!!

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحيمه پښتونځار

زه دې لــيونـــۍ شــم خــــــــــو چـې هير مــې شـې جانانه
ځــــان نه دې پردی شـم خـو چـې هيـر مــې شې جــــانانه

اوښـــکـــه د ليــمــــــــو دې د غــزل پـه اننــګـــــــو شــمــه
شپه کې دې سپوږمۍ شم خو چې هير مې شې جانانه

ســتــــــا د قلـم تـوري به د زړه پــه ويــنـــــو رنــګ کړمــه
ټــولــــــــه درورې شــم خــو چــې هيــر مـې شې جــــانانه

ژاړي مـــې زړګــی وايــي د ذهــن تصــــــــــــــويرونــو ته
سوړ سوړ اسويلی شم خـــو چې هــير مــې شــې جانانه

ما د پــرهـــر کــرښــــې د ازل په لمــبـــــــــــــو ونغــــاړې
خـير زه دې لوګـی شـم خو چـې هـير مې شې جـــــــــانانه

ژاړي رحـيمــــــــــــــه وايــي ارمـان ته په مـجـمـــــر د زړه
تا نه سـپيلــنۍ شـم خـــــــــو چــې هــير مــې شــې جانانه