د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد صا بر بی ریا

د محمد صا بر بی ریا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دسولې پیغامبشپړ شعر ولولئ

دسولې پیغام

محمد صا بر بی ریا

څوچی ژوندې یمه مدام درسره ژ منه کوم
لکه مریه لکه غــــلام درسره ژ منه کوم

ټوپک دکیږده روژه تیره شوه اخترته راشه
زه به دښکل کړمه هرګام درسره ژ منه کوم

پردي بارود پردی ریموټ مه راوړه غیږه راوړه
موږ به دټول کړواحترام د رسره ژ منه کــــــــوم

د کلــي ټولې حیا نا کې پښتنې پیــــغلې به
درته پټ پټ واېي سلام درسره ژمنه کوم

بس نوره مه وژنه خپل ورونه د پردیوپه خوله
پاک رب به درکړي لوړمقام درسره ژمنه کوم

د سولې پاک سپیڅلی نوم به ورکړم ستاپه خاطر
به جوړکړم ښه رنګن ماښـــــام درسره ژمنه کوم

لکه په خوله کی ساتم ژبه همش زه بی ریا
دا ســــی به کړمه په تا پام د رسره ژمنه کوم