د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شګوفه دستګیر

د شګوفه دستګیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دو رویهبشپړ شعر ولولئ

دو رویه

شګوفه دستګیر

دو رويه

شګوفه دستګیر

له آينې نه هيڅ ګيله نلرم

پرېږده دوه مخې وي دروغ ووايي

د هغه کس دروغ زغملای نشم

چې مې د زړه دنيا کې

د باور خښتو نه

هغه ته يوه دنيا جوړه کړه

نازک بدن او پاک روح مې

د زړه له کومې ورته وبښلو

زما وجود نه يې خپل خوند واخيسته

وفا يې زما مخکې په کلکومزو وتړله

خو بيا يې نورو ته بې شرمه او ناپاکه ښځه وپېژندم

اديب :- مينه جانې - زه هم درته څوبيته ډالۍ كوم وايي:

له درده بيخي لرې له درمانه بيخي لرې

آرمان چې اوسېدلى له جهانه بيخي لرې

غالبه ده پرې څومره بدرنګي غفوره خدايه

داځينې خلك اوسي له ايمانه بيخي لرې

توبه ده داته څه وايي چې زه وايمه داسې

ژوندون مې ښه تېرېږي بې له تانه بيخي لرې

عجيبه ده په يوه كلي كې څنګ په څنګ اوسېږو

بياهم جانان له مازه له جانانه بيخي لرې