پښتو ادب · شاعران
د وفارالیږنه
د د وفارالیږنه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
لنډۍبشپړ شعر ولولئ
لنډۍ
د وفارالیږنه
لنډۍ
د عیسی وفا رالېږلې لنډۍ
ته ولې خوب پرپالنګ ډېر کړې
زه د هغو یم چې وطن په تورو خورینه
چا یې پلولیدلی نه وو
اوس د کابل له لوري ځي سرتور سرونه
پر کابل مه اوره بارانه
یار مې شوقي دی لنګۍ نه ورټولوینه
چې علم کړې عمل پرې نه کړې
لکه پر خره باندې چې بار کړې کتابونه
ښه دی چې مړ درباندې نه یم
ستا لباسي خنداله هرچا سره وینه
طالبه بس که ژړا مه کړه
څوک خو دې نشته چې دې اوښکې پاکې کړینه
طالبان وختل وطن ته
زه د اشنا سترګو نیولی پاتې شوومه
په قلم سل ځله شاباس دی
چې درد د مینې پر کاغذ بیانوینه
په نیمه شپه مې خوب ته راغلې
لکه یتم مې تر سهار ژړلي دینه
ته دې د شونډو شربت راکړه
زه د هجران په تبه پروت زګېروی مې ځینه
ته به په کوم مجلس کې ناست یې
زما لمن له اوښکو ډکه ده مینه
تل یې له غمه نسکور ګرځم
د زړه په وینو رنګووم سپین کاغذونه
په اخېرت به حساب کیږي
جانان له بدو نه ګېډۍ تړلې دینه
رالېږونکی:چمن پاک افغان باډر محمد عیسی وفا