د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اباسين زهير

د اباسين زهير پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

بې وفابشپړ شعر ولولئ

بې وفا

اباسين زهير

پـــــــه نجونو باندى ونــــــــه کړى اعتـبار
چې وخت راشي تابه پريږدي خوار او زار

په ښايست که له تا ښه وي بل يو ځوان
لاس به ورکړي که موچي وي يــــاګلکار

چې په مينه کې وفا کړي شميره يي لږه
نورى ټــــــــــــولې د بــــــل ميــني خريدار

زه مـــــــين په بې وفـــــا يمـــــــه يـــارانو
ورځ ديـــــــــــوه د شپې د بل ده خريدار

کـــه پرما باندې ثبوت بې وفايي شوه
د منصور په څيــــر به ځان کړمه په دار

د زهـــــــير توره څـــــيره د چا خوښيږي
دى سيـــــــــــځلې معشوقودى بي انګار

کابل افغانستان

هیوادبشپړ شعر ولولئ

هیواد

اباسين زهير

چې هـــــــــيواد تــــــــه مې راغلي بهرنيان
هرڅه وړي خاورې په ســــــــــرشول افغانان
ورځ په يــــــــوه ،دشپۍ په بله نامه يي وژني
هم ســـــــپن ګيــري هم تور سري وماشومان
راشــــــــي وګوري وطـــــــن مو هديره شوه
لاس تــــــــــر زنې ورتـه ناست دي ګوډاګيان
نه په كــــور ترينه خلاصــيږي نه په ګور كې
دوى لـــــــــه پـلار نيكه زمونږ دي
دښـــــمنان
يـــــــــوه ورځ بـه يي ټغر ورتـه ورټـــــــــول كـړو
كــــــــــــه را ويښ شي خوبه وړي
دا ځوانان
اى زهيره! ليكل بس كړه په داځــــــــــاى كـې
د طالب نامه به دركړي داسور مخې نصرانيان

2008-12-30