پښتو ادب · شاعران
شمشاد سالارزى
د شمشاد سالارزى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
زما زړه ژړايبشپړ شعر ولولئ
زما زړه ژړاي
شمشاد سالارزى
زما زړه ژړاي
زما زړه ژړاي
زما زړه ژړاي
زنده گي څومره ستونزمنه دى
اودامرگ سره جنګ نور هم ستونزمن دى
داپه كومه څلور لاركې زه ولاړ يم
داڅومره توره تياره ده
ديوې رڼاپه تمنايم
كوم ځاى پورې زه چېرته لاړ شم
زه چېرته لاړ شم
زه چېرته لاړ شم
زه چېرته لاړ شم
ماته څوك لارنه ښيي
كيداى شي چې ړوندشوى به يم
رڼاګانې خاموشه دي
زه څه وكړم ... آه ... ! ووايه څه وكړم ؟
چېرته لاړ شم ... له چاڅخه مرسته وغواړم
زه خوخپل هم نه لرم
څوك مې لاس نه نيسي
دالاره ولې داسې كاڼي كاڼي ده
دالاره ولې داسې نااشناغوندې ده
زه څه وكړم ... آه ...! څه وكړمه
زما زړه ژاړي
زما زړه ژاړي
زما زړه ژاړي
زه مسافردنا آشنا لارو يم
زه خپله ،خپل قسمت يم
ما خپله ،خپل قسمت جوړ كړى
زما ټول خوبونه له ارمانو ډك دي
زما لمن كې څو ګلان پراته دي
د هغو ګلانو ازغو زما زړګى
زمالمن سورۍ سورۍ كړه
زمالاسونه يي زخمى كړه
ما څلور واړه د زړه نه لګولى
ته يې ګورې زما د زړه وينې بهيږي
ته يې واوره
زما زړه ژاړې
زما زړه ژاړې
زما زړه ژاړې
ستا لاس نيسمه
فكر كوم چې ته هم هوكې وايې
ته به هم چيري دوكه يي شايد
يا به زه مجنون يم
او يا به ليونى يم
كه زما كومه افسانه جوړه شي
آه ... آه... زما زړه ژاړي
زما زړه ژاړي
زما زړه ژاړي
تا څنګه هېره كړمبشپړ شعر ولولئ
تا څنګه هېره كړم
شمشاد سالارزى
خيالونو كې مې وساته،خوبونو كې دې ځاى راكـــــــــــړه
ته ماته زماځانه،خپل فكرونو كې دې ځاى راكـــــــــــــــړه
ته له مانه ولې يې خفه ،ته خو يې جانان زمـــــــــــــــــــــــــــا
تانه بغير زه نه يم ، سوچونو كې دې ځاى راكــــــــــــــــــړه
تاكړم هېره څنګه ،نوروته په كوم نظر ور وگـــــــــــــــورم
دې كلي نه لاړشم څنګه ، خيالونو كې دې ځاى راكـــړه
ته يې لمر زما دلبره ، ستوري اوسپوږمۍ مې تـــــه يې
دې بې وسه زنده ګۍ اوپه ماښامونوكې دې ځاى راكړه
تل مې ستا ديدار كړى تل مې ته غوښتلې يــــــــــــــــــــــې
هېر شوې شمشادستايم په يادونو كې دې ځاى راكـــــړه