د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عابدالله احساس

د عابدالله احساس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

عابدالله احساس

دګريوان په دسترخوان كې

اشناستا دتصوير مړى
چې دستر ګو نه رابار كړم
بيا داوښكوپه درياب كې
رالاهو يې كړم ګريوان ته
دزړګي په هديره كې
امانت يې هلته خښ كړم
هره شپه يې راوكاږم
دګريوان په دسترخوان كې
ټول غمونه پرې راټول كړم
په غزل كې يې كفن كړم
بيرته يې بيا امانت كيږدم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عابدالله احساس

تـــوره شپــــه وه تلــــوســـې راســــره مـــل وي
يــاره ســـتاســـترګــــې ډيوې راســره مــل وي

دخــــــيـــــــالــونــــــــــودمــــنــــــزل لاره اوږده وه
ســـــتـاديــاد څـــپــې څــپــې راســـــره مــل وي

دخــپل ځـــــــــــان دمـانــالــټه كــې ګـــمراه وم
څـــه نالوسـتې فلســــفې راســـــــره مـــــل وى

زه دعــقل له مــــدار پســــــــې بيــرون شــــوم
خـــپـــلې پاكــــې ارادې راســــــــره مـــــل وى

دطــبيعــت ترانـــې ټــــولـــې پــه شــــرنګاوى
دزړګــــي په كور چـــــمبې راســــــره مـــل وې

مــــاڼـــونه وم دخـــــپل نفـــــس دګــــردابـــونو
ســـــتادسرولاســـــوڅـــــپې راســره مـــل وې

ســـــليمــاني مهـــــرونه يې خولــوكـ ونيولي
دمـاهـــــيانــورســــــالـــــــې راســـره مــــل وى

مـــظـلــوم بت وم ستــــادظلـــم تـــــبرلاس كـــې
ابراهــــيمــه انـــديښـــنــــې راســـــره مـــل وى

چې احساس دځوانۍ ټول برجونه ړنګ كړه
دتـــيــــروبــــــڼــــونـــيــــزې راســــــره مــــل وې .

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عابدالله احساس

خيال سپينه هنداره شي څومره ورته وژاړم
اوښكې لاره لاره شي څومره ورته وژاړم

پټه ستاخبره وي كړي يې خوسيلي تالا
لوړه شي كوكاره شي څومره ورته وژاړم

ځان په خوب كې ووينم غرونوكې روان يمه
وركه رانه لاره شي څومره ورته وژاړم

ډك وي له ډوډۍ تنور توره كټۍ باندې وي
ستاكډه ترې باره شي څومره ورته وژاړم

بيا به يې احساس نكړم غړپ دتورزهروزه
څومره كه تكراره شي څومره ورته وژاړم

كابل