پښتو ادب · شاعران
عبدالرحيم ريشاء
د عبدالرحيم ريشاء پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ملت ته لوړهبشپړ شعر ولولئ
ملت ته لوړه
عبدالرحيم ريشاء
٫٫ښه راغلی وايم راغلو ميلمنو ته
بيا قسم اخلم و خپلو او پــــــــــــردو ته
د فساد مخه به نيسو دا وعده کـــــــــړم
نه به داوي چي خلاص نه يو جنجالو ته
منظمه جوړه سوي کابينه کي
يو با عظمه د هيواد و جوړيدو ته
تنها نه يو را سره ډير اشنايان دی
ضرورت دئ ايجاد سوی و پيسوته
نوی پلان لرم خوشحاله به ملت کړم
نې پرېږدم چه خفه ولاړ سي بيا و غرو ته
نيت مي کړﺉ تر پخواه ښه اتحاد کي
چی پيغور ور پاته نسي زموږ بچو ته
حق به ورکړم و حقدار او اهل کار ته
د حل لاره ېي پريږدم لو يو جرګو ته٬٬
نو
پــــــام کوه له خپلي ژبي پر شا نه ســې
که نه ځې به کښته سترګي حســابو ته
خورا دورند مسوءليت دي سو په غاړه
د ملت کښتۍ ور نکړې ډوبېــــــــدو ته
د تاریخ درســـونه هېر نکړې زعیمــــه!
رسيدای نسي کوږ بار و منزلو ته
درحيم دا مشـــــوره در ســـــره کښېږده
چي بيا نسې شرمنده و تاريخـــــــو ته
کراچي