پښتو ادب · شاعران
داکټر هیواد همت
د داکټر هیواد همت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
صنم راته تربور شوبشپړ شعر ولولئ
صنم راته تربور شو
داکټر هیواد همت
هر یو کس ددغه چم راته تربور شو
چې مې کله خوږ صنم راته تربورشو
ورځ کې سل ځله راځي او ځې ښکیلاک شو
د حالاتو هر یو غم راته تر بور شو
چې يي هيڅ پیرزو د بدو په ما نشوه
د خوږه دلبر کرم راته تر بور شو
که هر څو يي سمومه نه سمیږي
د ژوند هر یو کار مې سم راته تربور شو
دا ژوبلی زړه مې نه اخلي پيوند اوس
عجیبه ده اوس ملهم راته تربور شو
شو زره چاودی هر ارمان د زنده ګۍ مې
د اشنا جورو ستم راته تربورشو
زه همت هم د هېواد په شان کړيږم
خپل الفت خپل عالم راته تربور شو
کابل جان