د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحيم ريشا

د رحيم ريشا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

ځوان شاعرهبشپړ شعر ولولئ

ځوان شاعره

رحيم ريشا

ويښ که ځان ځوانه شاعره چي سهار سو
ژر څه ووايه چي اوس دي نو بيا وار سو
د با با رحمان ،خو شحا ل د خزانو څه
ټو لوه يې مرغلري وخت د کار سو
څو مره ښکلي دُردانې یې دي پېیلي
په رشتيا چي هر غزل يې زما د يار سو
لو ی عالم ، پوه محقق مو حبيبي و
په کتُبو چي يې جوړ اوچت منار سو
د عر فان څراغ بل کړی زموږ نيکه و
مولوی صالح محمد دمعارف پلار سو
ډ ېر اثار مو ږ ته پرې ايښي بېنوا دي
را پياد د ده پرېشا نه ټول افکار سو
د ا لفت پاچا دېوان کي چي پراته دي
هم تر نظم هم تر نثر به يې جار سو
علا مه رشا د و شعر ته چي ګورې
اورېدو ته به يې ټول موږ په تلوار سو
نوم يې یو ړ لی رشتېا چی نوميالی و
د انسا ن او انسا نيت سپهسا لار سو
د پښتو اصطلا حا تو په د ر شل کي
رېشا موږ کړلو غني خو دی ژرخوار سو
د سا قي په ژ به پوه بيا جها ني د ی
په نازک نازک خېالو مو زړه خمار سو
د تحقيق ا و پلټني په اور شو کي
معصوم هم په اديبانو کي سردار سو
د پښتو ژ بي معيار په غنی سوی
په مخکښو کي تر ټولو وړاندي زيار سو
په زر هاوو کي به يو يا دوه پيدا سي
زما پر هر ېوه سلام هز ار هز ار سو
اوس نو حق دی پر تا باندي ځوانه نسله
چي راپور ته کړ و قلم او په تلوار سو
د تيا ر و څخه را وو زو و رڼا ته
و ر وښا نه ايندې ته به تيار سو
تار يکي نا بينايي ده ځان خبر کړه
داسي نه چي په تیارو کي پرخوله غوځارسو
نور به پر ېږدو د ا بېځايه محفلونه
ګډ به ټوله د خوږمنو په بانډار سو
ته ويده يې خبر نه يې څه ده پېښه ؟
د يو بل غليم پر موږ باندي ګذار سو
د هيبته ډ ک نظر کي را ته ګو ري
ښه يې پوخ پرموږ بې وزلوباندي ښکارسو
له هر لوری پر موږ بل دي سره اورونه
پر وطن مو د جنګونو تود بازار سو
نه مو کور سته ،نه مو کلی نه کوڅه سته
جنګ ځپلی دا ملت مو خوار او زار سو
ته بچی یې د افغان ځان دي ښکاره کړه
نوم دی ورک د نيکه ګانو اوخپل ښار سو
پام کوه بې همتي موږ ته لوی ننګ دئ
په همت به يو تر بله سره جار سو
د قلم په ژبه توره ور ښکاره کړه
له رحيم سره به ګډ په دې تالار سو

کراچي ٢٢ /١٢/٢٠٠٩

د بدبختيو کاروانبشپړ شعر ولولئ

د بدبختيو کاروان

رحيم ريشا

د ا ا و س عجيبه ز ما نه سو ه
و رکه مو لار ، ګودر ،کو څه سوه
پا ته يو موږ پر دي ملکو کښي
خوراک مو د ال او يا پيزه سوه
دوستي ،خپلوي خو هلته پر ېږ ده
خپل سکه وړونه بېګانه سوه
حق مو با طل مرګو نه ډېر سول
د ا د ښمن چا ل تو طيعه سوه
د غشو وا ری يې پر موږ سو
مخ ته يې سپر بيا پښتا نه سوه
بېره د خدای موږ ته پکار ده
لږ مو حلال د رزق ګوله سوه
تقدير وای پر ېږ ده پردۍ مېنه
و رکه مو دلته هد يره سوه
د پر دو کټ تر نيمو شپو وي
پر تګ مي ځکه تلو سه سوه
د ځان سا تنه فرض بولم
نو مي و تلو ته ا راده سوه
د خپلي خا و ري ار ما نجن يم
د لته مد ام کښته کا ته سو ه
د خو ږ ژوند ون اميد مو نسته
شېر ين بيتو نه لا تر خه سوه
د بد بختيو په کاروان کي
مل د رحيم ټول پښتا نه سوه

څنګه اختربشپړ شعر ولولئ

څنګه اختر

رحيم ريشا

سږ به څنګه زموږ او ستاسي د اختر مبارکي وي
چي په کلي او کوڅه کي مو ماموره نور پردي وي

څنګه يو بل ته به واېو د اختر دی مبارک سه
را څه تللې مو د زړو څه د عمرونو خوشحالي وي

نه جانان راځي و در ته نه یې توان زما د ورتګ سته
اخترکله داسي خوندکړي چه نيمګړې مودوستي وي

نه ځوانان اتڼ کوای سي نه په ډول کي هغه ږغ سته
دا اختر کله اختر دی چي مو ورکه دا مستي وي

را پياد چه کړم د خپل وطن رنګ سوي بازارونه
خونديې اوس دی پېکه سوي نه هغه شان رنګېني وي

د اختر به ښه مېلې وې ، ښه نغمې او ښه سازونه
نن اواز دی د توپونو پر مېلو مو بمباري وي

د ظلمت او بر بريت طوفان وهلی دا ملت به
لا تر څو د ظالم لاس کي به همېش دوی قرباني وي

کم شاعر به په خزان کي رنګېنه بيتونه وائې
چي ګلان وي رژېدلې د ګلابو بې رنګي وي

رحيم لاس دی پورته کړی خواست کوي د خپله ربه
خوښي ورکړې و دې قوم ته چه ارامه ارامي وي
کراچي

٢٠٠٩/١١/٢٧