پښتو ادب · شاعران
عبدالهادی عمری
د عبدالهادی عمری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
عبدالهادی عمری
دپښتون سپينه پښتوبه بياځليږی
که هرڅودابی فرهنګه واکداران سي
هغه برم به وي هغه به ارادی وی
پښتون قام به بياسرلوړی دجهان سی
ستارهين اومحقق به رسواکيږی
شملووربه په پښتوقهرمانان سي
مشره ته خوپروعدوسوی برخلافه
ژربه اورپرتاداځمکه اواسمان سي
دپښتوسره چي چاکړې جفاده
خدای دې غرق کي يامېلمه دي دزندان سي
مشره ستاداتوري شپې به سباکيږی
راښکاره دشملووربه کاوان سی
په والاچی پرزړګي می اوربليږی
قاتلان چی دپښتووی ستادوستان سی
ستاپه قام اوستاپه نسل کی مي شک دی
وم رشتيا ذعمري به داګمان سی