پښتو ادب · شاعران
زلمی حبیبزی
د زلمی حبیبزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زلمی حبیبزی
تا سره مې ښې پر کاڼو تېرې کړی
شپې مې هم د شپې پر کاڼو تېرې کړی
خود به یم د کاڼي غوندې کلک پښتون
ما خو زمانې پر کاڼو تېرې کړی
ستا د اوربل سیوري ته چې پرېوتم
ورځې مې غرمې پر کاڼو تېرې کړی
کرښې مې چې ستا د تندي ولوستې
کرښې مې کږې پر کاڼو تېرې کړی
دا ډبرین زړګي مې چې پخلا کړل ټول
ډېرې مې جرګې پر کاڼو تېرې کړی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زلمی حبیبزی
خدای ته ګوره نور راپسې مه نیسه
څانګې څانګې اور راپسې مه نیسه
ځم چې چېرته غلی ځانته پاتې شم
جنګه هر یو لور راپسې مه نیسه
زه خو دې په کلی کې لیدای نشم
مخامخ یو کور راپسې مه نیسه
پرېږده چې داغونه یادګارونه شي
شونډې دې ټکور راپسې مه نیسه
مینه محبت مې په جذبو کې دی
شېخه بل شعور راپسې مه نیسه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زلمی حبیبزی
مه ورځه هغه زړګیه نه راځی
ښکلي په وعده زړګیه نه راځی
ستا له غم او درده چې خالي به وي
داسې یوه شپه زړګیه نه راځی
ستا خوږو خبرو ته چې غوږ یمه
خولی ته مې کیسه زړګیه نه راځی
دا پردی وطن او دا پردی مینه
روح ته مې ذره ، زړګیه نه راځی
مخکې به مدام زما په زړه کې وه
اوس خو مېلمنه زړګیه نه راځی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زلمی حبیبزی
څومره چا بکه مې په سر راغلی
ته لکه
پړکه مې په سر راغلی
رقیبه یار ته مې کتلی نه وو
له کوم درکه مې په سر راغلی
ما وې چې زه به له کابله درځم
ته له اټکه مې په سر راغلی
ندې پښتو ندې اسلام و پاله
داسې په سپکه
مې په سر راغلی
بیا مې له تېرې بادارۍ ویرېږی
ښکاری چې ځکه مې په سر راغلی
15-8-2008 ادیسه