پښتو ادب · شاعران
غفور لیوال
د غفور لیوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
یوه مړاوي ژمنهبشپړ شعر ولولئ
یوه مړاوي ژمنه
غفور لیوال
یوه مړاوې ژمنه
عبدالغفور لېوال
یوه مړاوې ژمنه :عبدالغفور لېوال
منم چې مرم درپسې
خو
بیا دې نه شم لیدای
بیا دې له تورو سترګو سپینې اوښکې نه پاکوم
بیا په بند ستوني
په نښتې ژبه
ستا دکتو په وړاندې نوم د مینې نه اخلمه
منم چې مرم درپسې
خو ما له خپل ژونده د تېښتې په لار
ستادژغورنې په نوم
دډیرو خولو د بندولو په پار
ځان سره دا منلې
چې په لیدو پسې دې ومرم
خو لېدای دې نه شم .
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
غفور لیوال
شعر
د عشق د آزادۍ فصل
عبدالغفور لېوال
د عشق د آزادۍ فصل :عبدالغفور لېوال
پخوا
مینان
د چا د زلفو په حلقه کې بند وو
نن
زه دا ستا د تورو زلفو له خوځښت سره
هوا ته وځم
عشق له پېړیو وروسته
د آزادۍ پر لوري ګام اخلي
ستا زلفې باد سره نڅا کوي
څپې څپې
د خدای دربار کې نوم د آزادۍ یادوي
نور د جانان زلفې زنځير او زولانه د زاړه فکر نه دي
عشق
هم هغه شیبه ده :
چې ستا پر شونډو یوه ګرمه اوښکه دمه وکړي
او زه د قهر شاته
ستا په ښایسته لېمو کې رنګ د مینې ګډووینم
یوازې زه پوهېږم
چې ستا په سترګو کې
له قهر سره مینه څومره ښکلې ښکاري
او زه د عشق د آزادۍ فصل کې
خپل ژوند د قهر، محبت او مجبورۍ په بې پروا ګډون کې باد ته سپارم
هو!
همدا څو شیبې یو ځای بس دي
ژوند دومره ښکلي نه دی
چې ټول همداسې تېر شي.
ته زما په مټو کې پناه واخله
لکه ډیوه چې ځان له باده ژغوري
ډیوه
رڼا
او باد
له شپې سره په جنګ اخته دي
عشق
آزادي
بې پروايي
زموږ دنسل د ژوندن مانا دي.
د ۱۳۸۸لړم۱۷
د دوهم باران شپه
مکتبۍبشپړ شعر ولولئ
مکتبۍ
غفور لیوال
مكتبۍ
غفورلیوال
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
قصيده
مې پخه كړې
ګرځومه كوزړۍ
ځوان مريد دڅرخي پير يم
رنګ دې ورك شي كوډې نه كړم
كوډې باسم
بند بختونه خلا
صومه
دمينو زړو ريبار يم
شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوك دسمال راته خامك كړي
څوك راجوړه
كړي خولۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل كوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډيره نه كړم
خدايزده ولې
دكوز كلي په زلميو باندې ګران
يم
ما ته راز ددوى مالوم دى
يو دخان په لور مين دى
بل لېدلې
دملا صايب لمسۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
دشنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز كړم
ماشومان له ځېله خلاص شي
ورته دم چې زه م
ميز كړم
دبرات دمياشتې سر دى
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پيغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې
تاويز راكړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
سبيل مړى ولور كم كړي
خوږ جانان مې مساپر دى
په دوبۍ كې مزدوري
كړي
***
نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپيلۍ
د بر كلي
صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى مې ښه يار دى
ډيرې شپې سره يو ځاى يو
ظالم ښه مست ربابي دى
دځوانۍ
سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله كړو دوهۍ
د بر كلي صايب زاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړى
چې نن راغى
په خندا يې راته وويل :
صايب زاده كيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې دخان يووړل
كور يې ډك له مېلمنو
و
څوك له ښاره وو راغلي
په انګړيې شور ماشور وو
يوه ښكلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپيرۍ
كليوالو غوندې نه
وه
ښكاريدله مكتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل :
صايب زاده يار ته دې وايه
پير خانې ته دې سلام دى
يو تا ويز خو راته وكړه
چې جانان ته شم منظوره
شكرانه به پوره دركړم
خداى دې مكړه ادې بوره
مكتبۍ راته داوويل
بيا يې
راكړدا كاغذ
ژرنده ګړي توبې وكړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مكتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په كاغذ كې وو ليكلي :
په سندرو يم مينه
دنغمو يم ليونۍ
په يو چا مې زړه بايللى
غږوي ښكلې شپيلۍ
يو
تاويز ورباندې وكړه
چې ماګل كړي د پګړۍ
د بر كلي صايب زاده دى
يو يې آس يوه شړۍ