د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محب الله محب

د محب الله محب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

جنتونه ډک له میوبشپړ شعر ولولئ

جنتونه ډک له میو

محب الله محب

د مستانو په دیرو کی ګلابونه ډک له میو
له ازل نه تر ابده کتابونه ډک له میو

د سجدو په ټیټیدو یی غوپې او وهلی سین ته
د رندانو په انګړ کی ایمانونه ډک له میو

د جذباتو په ډګر کی می هغو سره یو ځای کړي
چی د سر په بیه اخلی ثوابونه ډک له میو

ساقی د میکدې په مخ کی انتظار راته ولاړ
قلندر غوندی وروړمه خیالونه ډک له میو

د مرګی په انتظار کی له خماره شونډي چوي
د قرآن په آینو کی جنتونه ډک له میو

ای محبه که په لور د شرابیانو پسی درومی
نو په ذهن دی خپاره کړه که آیتونه ډک له میو

می پرستبشپړ شعر ولولئ

می پرست

محب الله محب

د یار له ښکلو سترګو لیونۍ شم او که نه؟
د حسن په لمبو یی سپیلنۍ شم او که نه؟

د رنگونو قافلو کی د عشق په زیر او بم
لکه لاله په دښته صحرانی شم او که نه؟

ای د نور له خمه راوتلي می پرسته
په خپل ځان کی له خپل ځانه پردۍ شم او که نه؟

نوم د جانان خو می مدام په خوله اخستی
ډوب د یار په عشق کی رښینۍ شم او که نه؟

ستا په یاد کی ای گلرخه تیر له ننګ او نام یم
لکه مجنون د خلکو خندنۍ شم او که نه؟

مزارشریف 1388/11/10