د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سيدبديع الزمان

د سيدبديع الزمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سيدبديع الزمان

دايې زلفو کې مخ پـــــــــټ دى
کــه په وريځوکې سپوږمۍ ده

دايي شونډې په رنګ سرې دي
کـــه دګل خولې کې غوټۍ ده

دايې سترګې پــــــــه رنجودي
کـــــــه ختن دملک هوسۍ ده

دايې غشي دبــــــــــــــــڼو دي
کـــه ټوپک دخولې ږولۍ ده

دايې تار دتـــــــــــــــــورو زلفو
که دزړونــــــــــــــــو اتکړۍ ده

دايې خال په لنډه زنــــــــــــــــه
که يې نښــــــــــــه دشوخۍ ده

دايې مخ پـــــــــــه پلو پټ کړ
که نـــــــيولې يې ځولۍ ده

دايې اوس رانه زړه وړى
که مې ميــــــنه پخوانۍ ده

عجيبه شانته پښتوکړي
کابلۍ کـــــــــــه پيښورۍ ده

(هاشمي) نـــــه يې زړه وړى
دکـــوم کلي کـــوم ګړۍ ده