پښتو ادب · شاعران
عبدالله غمخور
د عبدالله غمخور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
د پوهاند رشتين په يادبشپړ شعر ولولئ
د پوهاند رشتين په ياد
عبدالله غمخور
رشتينه لاړې خو پښتو دې چاته پريښودله
آدمه وايه چې درخو دې چاته پريښودله
غر دې سورى كړ په رشتينې خو فرهاده ولې
په غم كښې ډوبه شيرينو دې چاته پريښودله
قيسه ويريږم د خبرو مجنونان ډير د ي
په دې مې پوه كړه چې ليلو دې چاته پريښودله
منم چې تا په هنر سر كړ دا بې سره رباب
نغمه د ننګ د ليونو دې چا ته پر يښو دله
ادب نوازه دا ما شوم خو نازول غواړي
زانګو د مينې د خوږو دې چاته پريښود له
څوك به تصوير د پښتونخوا د ارمانونو وكړي
د نظر بازه د ا ورشو دې چاته پريښودله
نازك خياله ، باريك بينه ، زرنګاره زمونږ
صفحه د زلفو د ليمو دې چاته پريښو د له
بيا به زړه خبرې څوك د زړه په وينو ليكي
لاره د زړونو د كوڅو دې چاته پريښودله
دا د پيسو عاشقان نور د څه نه نه دي خبر
شرنګا د تورو د بنګړو دې چاته پريښود له
خدايږو چې سترګې مې بې تا په بل چا نه خوږيږي
قيصه د ژوند د پښتنو دې چا ته پر يښو دله
ته رانه لاړې زړه مې ريږدي د پښتو په حسن
ښكلا د ښكلو د وږمو دې چا ته پر يښو دله
اولسي جرګې تهبشپړ شعر ولولئ
اولسي جرګې ته
عبدالله غمخور
زمونږ اولسي جرګه
ددانش کډه په سر شوه خود غرضه کارداني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
دعمرونود کلونو تلوسه وه د قومونو
انتخاب د وکالت ته د وطن د ځلمو جونو
غرضونه را ښکاره شو که په نيمه څوک پو هېږي
سرکرده يې محقق دى سرګوشي يې قانوني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
دا جرګه ده بختوره د لويانو پرې نظر دى
د پيرانو بزرګانو صاحبانو پرې نظرى
عزتونه نعمتونه ډالرونه پرې وريږي
جنتي ده خداى بخښلې جنازه يې ګيلاني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
قوي مټې ترې چاپېر دي د قوت د خاوندانو
د لوټ مارو يرغلګرو د خودکشو سالارانو
نه يې سترګه له چا سوزي نه يې زړه په چا خوږيږي
دپسونو دې خداى مل شي چې لېوان يې چو پاني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
د جهلونو سازشونو فريبونو به څه وايم
د غرض د لاس وهنو هوسونو به څه وايم
يو ناما پکې خنداکړي بېنوا پکې ژړا کړي
طو طيه ده ددوختونو چې مونږ بيا لاس ګرېواني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
د بې قدرو په نظر کې قدرمن ه شو بې قدره
په بازار د نا بيناوو جوهرونه شو بې قدره
هيله من دى که امين دى که د شمس زړه ودريږي
زور او زر چې رقيبان شي فلک هم بيا ناځواني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
له سيافه خبر نه يم چې به چا ته غاړه وزي
پخواني وختونه لاړاوسني پرې نه تېروزي
دمشکله سره مخ دى که پوهيږي نه پوهيږي
فضيلت او شخصيت به اوس له چا نه قر باني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
د تکبير نعرې شوې غلې ددهريانو جوړه وشوه
د ملت د قاتلانو قصابانو روغه وشوه
ګلاب زوى به پس له دې نه په بړ بړ باندې غږيږي
مصلحت يې دلجويي که سياست يې مهماني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي
ناچاري ده چې په هسې ماجرا باندې اخته شو
مجبوري ده چې په هسې واوېلا باندې اخته شو
د سبا نه خبر نه يم چې به څه شي او څه کيږي
افغانان دي کم نصيبه لا به څو جان پشاني کړي
اولسي جرګه شوه جوړه ارتجاع پکې خاني کړي