پښتو ادب · شاعران
محمد سعادت رحمانی
د محمد سعادت رحمانی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ښځهبشپړ شعر ولولئ
ښځه
محمد سعادت رحمانی
ښځه مور ده مینه ده وفا ده
مور بیستر دی د خوښیو مور رڼا ده
ښځه رنګ ده په رنګونو کی صفا ده
د سیرت پټو جامو کی با حیا ده
ښځه ژوند ده د ژوندون سره پیوند ده
د پیوند دغه ټړون يي خدیث د مصطفی ده
خدای دی دوی تل په صورت او سیرت ساتی
د رحمانی ورته د زړه نه دا دعا ده