پښتو ادب · شاعران
محمد آصف فدايي
د محمد آصف فدايي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
مناجاتبشپړ شعر ولولئ
مناجات
محمد آصف فدايي
مناجات
لويه خدايه لوی څښتنه
د یاغي زړګي سکون را
دا دحورو مسته غېږه
زما مینې ته سکون را
کلمه د الاالله مې
د زړګي په سر خوره کړه
د کوثر شراب په خوله را
شیته زړه مې پرې تازه کړه
لااله الاالله
محمد رسول الله
دا ددین لمړی تهداب دی
د مشرک له پاره ځواب دی
لویه خدایه لوی څښتنه
زړه مې عرش دی تا جوړ کړی
خو نن ګرد دی پرې پریوتی
ګناه فرش دی ترې جوړ کړی
دا کعبه په خپله مینه
یو ځل و مینځه خالقه
کړه سپېڅلی یې که حوره
دا زارۍ کړم درته سپینه
لویه خدایه لوی څښتنه
زما ژوند ټولې سجدې کړه
فدایي تل درته ژاړي
ته قبولې یې توبې کړه