پښتو ادب · شاعران
ګلالی طوطاخيل
د ګلالی طوطاخيل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
دګل څانګهبشپړ شعر ولولئ
دګل څانګه
ګلالی طوطاخيل
دغه څانګه ده دګلو ددې کلي ولسوته
په ټپو دلښکر سر د ه دملالې تاريخوته
ابداليان به پرې نازيږي دپښتون ولس جرګوته
دادکوم سولې اواز دادجنګ سره سنګرو ته
دا دکومې مورکۍ زړه ده دادکوم مورکۍ اواز ده
دا دکوم تاريخ کيسه ده دادکومې مينې راز ده
خدايه خدايه خاورې نکړی د ا زمونږ دغرونو زر ده
دا دګلو ډکه څانګه دا دسولې سر لښکر ده
دا خو وينه دغيرت ده دا زما دزړګي سره ده
ګلالی به تل پرې وياړي دا ګل څانګه دسره زر ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګلالی طوطاخيل
فرانسه
ليمو کې مې اوسيږې دګلونه ښايسته يې
سلګۍ مه
شه خوږ ژوند دې دمينې پلوشه يې
مسکا نه دی جاريږم تاثير لری په سترګو
بڼو نه دې جاريږم زما د زړه
ټوټه يې
دريلګم دوعا ګانې دمينې له فضا نه
د زرو په کاسه کې دشاتو نه خوږه يې
ځلانده
ستورۍ اوسې د شنه اسمان لمن کې
د خويندو په قطارکې يوه بله ډيوه يې
پښتون به په تا وياړي د سولۍ
سندر بولې
راپورته دې اواز کړه پګړوته جګ شمله يې
رڼا به مې ړندۍ شي ديدن دی تر ما راوړه
زر ګرې ،ګل پرستې غيرت يې، حما سه يې