د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عزت الله نيازى

د عزت الله نيازى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دآزادۍ خيالبشپړ شعر ولولئ

دآزادۍ خيال

عزت الله نيازى

يوښائسته غوندې سحرواى
لمردجګوغروپه سرواى
چې هرخواته شنه پټې واى
چې ړومبۍ ورځ دسپرلي واى
معطرې يې وږمې واى
چې هرخواخورې ورې واى
چې سرسبزې يې ميرې واى
چې آبادې کنډالې واى
دبورا اوګل قيصې واى
دبلبل خوږې نغمې واى
چې دپيغلويولښکرواى
چې سفريې په ګودرواى
سره ګلونه غوړيدلې
په اوربل کښې يې ټومبلې
لوى واړه غاړه په غاړه
خپلواکۍ ته واى خوشحاله
چې جشنونه اوميلې واى
چې دوصل خوږې شپې واى
لاس په لاس واى سره دواړه
دکابل دسيند په غاړه
چې هڅوک نه مهاجرواى
چې هڅوک نه مسافرواى
چې راټول په يوډګرواى
سره ناست په يوټغرواى
چې دسولې يوکاروان واى
ورک منزل پسې روان واى
چې شعاريې آزادې واى
چې مورال يې خپلواکې واى
هزاره د بلخ تاجکه
دپښتون وروره ازبکه
چې په خپل مينځ کښې آشتې واى
ورورولې واى ورورولې واى
کاش چې ختمې دا جګړې واى
ورکې شوې دا تيارې واى
چې دشمن په لړزيدو واى
واشنګټن په پرزيدو واى
چې سرماتې واى وتلې
درس جهان ته شرميدلې
دنيازي دا خيال رشتيا واى
اوپوره يې تمنا واى