د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرلښته حفيظ ملکزۍ

د زرلښته حفيظ ملکزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دسولې جرګهبشپړ شعر ولولئ

دسولې جرګه

زرلښته حفيظ ملکزۍ

شمله ورو پګړي وتړئ جرګه شئ
دارين په خاوره ټولي را ښکاره شئ

د نازو بچي شټيږي په سرووينو
يا ميرويس شئ يا احمددزرغونه شئ

ياپګړي له سره ښځو ته ګذار کړئ
يايوالي دغيرت هسکه شمله شئ

دوختنو دظلمت دور کړئ ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يوننداره شئ

ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼوکې ښايسته شئ

دحفيظ دهيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شئ جرګه شئ