پښتو ادب · شاعران
گلالى گلدم
د گلالى گلدم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
ياڅښتنهبشپړ شعر ولولئ
ياڅښتنه
گلالى گلدم
زمابي واكه زړه لـړزيـــږي
هيڅ لـه ميني نـه صبريږي
رانــــه غواړي ميـنه،ميـنه
هـــــــغه ښكـــــلي نازنـــينه
نـــه مې صبرنـــه قــرارسته
زماتــرخــوله آهـــونـه خيږي
هــــــجر راكړه پـه ډالۍ كي
دردونــــــكي فـــــريــــادونه
تش خيالي،خيالي خيالونه
همـــيشه يم پـــه ســوچوكي
تــــيروم ژونــدارمــانـــوكي
لويــه خدايــه،لويــه خدايــه
تـاتــه كړم داسي عرضونه
تـه مي كړي واصل په مينه
داسي ورځ غواړم خاونده
چـه بيلتون په شاكړي پلنډه
اوروان وي تـــرشــاگـــــوري
څـه يې نه وي وس كي پاته
دغـه سوال كوم وتاته
پرماكــړه داپيرزوينه
يــاڅـښــتنه،يــاڅـښــتنه.
ښکلى اختربشپړ شعر ولولئ
ښکلى اختر
گلالى گلدم
ښکلى اختر
ښـکـلى اخـتردي دمــيلو ورځي دي
دښـکـلو،ښـکـلوتــماشـو ورځي دي
ښـکلى اخـتردي ښائيـسته په ښکلو
هــرخـواښـکـاري رنـگـينه پـه ښکلو
راځــه اشــناد ديــدنــو ورځي دي
ښکلى اختردي ښکلي،ښکلي گرځي
دمــينې پــه مــينه ښـاغلي گرځي
عـاشــوقـانـو دلـيـدو ورځي دي
ښکلى اختردي په خوښئ بي لمانځوو
زمـاوطــنوالـو پــه ورورئ بي لمانځوو
دشـــفــقت او،اوســيلــو ورځي دي