د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عاشق الله رحیمزوی

د عاشق الله رحیمزوی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عاشق الله رحیمزوی

خیر ده که کڼه ده زما خوښه ده‎‎‎‎‎‎‎
پوه یم چې وړه ده زما خوښه ده

تا ته څه قاصده چې غیبت یې کړې
ښه ده چې ساده ده زما خوښه ده

نورو په شان نده ګوره پام کوه
ټینګه په وعده ده زما خوښه ده

دا خو یې ښایست شو دا خو عیب ندی
سترګه یې چې کږه ده زما خوښه ده

خیر ده که نالوستې او کلیواله ده
بس چې پښتنه ده زما خوښه ده

واشنګټن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عاشق الله رحیمزوی

نن مې زړه یو څه آرام ؤ خو ځیګر کې مې اور بل ؤ
په کابل کې هر څه سم خو پیښور کې مې اور بل ؤ
په شمال کې پسرلی ؤ هرې خوا میلې میلې وې
خو مشرق کې جوړ ماتم ؤ په سپین غر کې مې اور بل ؤ
چې به هر مازدیګر ډک ؤ په پیغلوټو
نن خوره پرې چوپتیا وه په ګودر کې مې اور بل ؤ
ډک جامونه ؤ د میو د رندانو شور ماشور ؤ
زه له تندې شوم سرسامه په کوثر کې مې اور بل ؤ
ماښامی بس اوس ماښام وي مازدیګر خو مې ونه لید
نه روژه کې دي څه پاتې په اختر کې مې اور بل ؤ
څوک غلط شو په محفل کې د جانان نوم یې را یاد کړو
په والله چې آن د زړه پدغه سر کې مې اور بل ؤ
دا شعر نه ؤ بس ملګرو د "عاشق" د زړه نعره وه
نن عجیبه شانتې ورځ وه په هنر کې مې اور بل ؤ.