د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عزت الله ﴿ همدرد﴾

د عزت الله ﴿ همدرد﴾ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دوخت ابوجهلبشپړ شعر ولولئ

دوخت ابوجهل

عزت الله ﴿ همدرد﴾

څوک مې نبي څوک مې قرآن سپکوي
څوک مې مذهب څوک مې اسلام سپکوي

څوک مې د پاکې کلیمې دښمن دی
څوک مې مسجد څوک مې اذان سپکوي

چا مې محراب چا مې ممبر شهید کړ
څوک مې د پاک نبي یاران سپکوي

څوک مې پښتو پر کاڼو ولي او خندا پرې کوي
بعضې بې ننګه مې د پلار، نیکه نښان سپکوي

څوک عیسایان شول د ډالرو او پیسو لپاره
غواړي چې نوم د ُمسلمان سپکوي

ای ابوجهله تا بیا هم سبق وانه خیستلو
چې محمد پسې بد وائي نو خپل ځان سپکوي

همدرد ته یې انتظار وباسه
الله به خپله کافران سپکوي