پښتو ادب · شاعران
پوهنمل محمود نظری
د پوهنمل محمود نظری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
ودانوم دي نهبشپړ شعر ولولئ
ودانوم دي نه
پوهنمل محمود نظری
ورانوم دي څه ودانوم خو دی نه !
اې د پسات دوده!
ملادي تړم څه د پښو نیسم خو دي نه
اې د اوګرې سینده!
ځای وم دي څه خوشی کوم خو دي نه
اې د خوردې غړوپه!
غړپم دي څه توی وم خو دي نه
اې توره بوشه خره!
نالوم دی څه درباندې سپریږم خو نه
اې زما وفادارو سپو!
زمریان وم مو څه کوچوم خو مو نه
اې لویه لکۍ موږکه!
لوشم دي څه ایله کوم خو دي نه
اې کوږ ه اوښه!
د خره پسې تړم دی پيکه کوم خو دی نه
اې د سرکس زمریه!
برېتونه دی خرېیم سپتانه در اړوم خو نه
اې خړ جنګي کرکه!
په کارغه دي نیسم ایره کوم خو دی نه
اې پېشو پړانګه!
په موږک دي نیسم په یوه ایکۍ کوم خو دی نه
اې جنګي افغانانو!
پړۍ در اچوم څه تړم خو مه نه
اې طالبانو!
ولس غولوم ستا سره سوله کوم خو نه
اې د سولې د غونډې مشره!
ستا جبعه ماتوم څه غمبر درباندې کوم خو نه
اې تاریخ سازه ولسه!
خپل سر یې ډنګول ستا په کیسه کې یمه خو نه
اې توریه اوباما!
اخیر پښتو ته درلویږم مچوم یې خو نه
اې ځان ایغر ګڼلې اولسه!
تر اوبو دی نري کوم څوړې سترګې کوم خو دی نه
اې پښتون اولسه!
بمباردوم دي له جنته ګرځوم خو دی نه
اې خوارکی تاریخه !
خپل بار تر منزله رسوم بیا تکراروم خو دي نه
اې سوټ پزې کلینره!
اخیر پاچا کوم دی ایرې په خوله کوم خو دی نه
اې زما دوستانو!
زه پښتون غځوم نازومه یې خو نه
اي زما مخالیفینو!
نس مه صابوني کوی زه پښه ټولومه خو نه
اې ملعون شیطانه !
پر اوږو دی سپورم بې امري کوم خو دی نه
اې د محشر امتحانه!
ناکاموم دی څه بریالی کومه خو دی نه
کنايي
نس صابوني کول ( هېله من کول)،پر خپل سر ډنګول(بې سلا کار کول)؛
پړۍ په غاړه کې اچول(تسلیم ول)، په پښو کې لوېدل ( ډیر عجز او زاری کول)
؛ له پښو لوېدل ( ناتوان کېدل)، پیکه کیدل( خړ کول)؛ سپیتانه اړول( شرمنده کول)؛ ایره کیدل( خړول)؛ په ، تر اوبونري کیدل( ځور او شرمنده کول)؛ ځان ایغر ګڼل(ځان لوی او واکمن بلل)، څوړی سترګې( کښته سترګی)؛ دتورو نخودو پسې استول ( په بهانه استول)؛ له غاړې اړول( له ځانه اړول)؛ خپل بار تر منزله رسول ( خپل کار ترسره کول)؛ ایري په خوله ورکول( څوک بې برخی کول)؛ پرمځکه ننوتل( شرمنده کول) ؛ پزه پری کول(خړ کول) ؛ د پښو ټولول( له کاره لاس اخسیتل.
باغ که خراب وې ، الو پکښي ږدهبشپړ شعر ولولئ
باغ که خراب وې ، الو پکښي ږده
پوهنمل محمود نظری
یود قرباني پيسې وړي په بېسکیټو کي
بل یې ملیونونه ډالر ځغلوی په طیارو کي
دا بل نه مانجه کوی رانجه په سترګو کي
ددې رژیم دتاداو ډبره اېښول شوې ده کږه
باغ که خراب وې ، له سره الو پکښې ږده
د تخار پښتانه پراته دی په توره دربله کي
د لیلی شهیدان چیغې وهي په دښته کي
کوچیان څوک نه پرېږدي په شنه واښینه کي
دې اولکې ته کوټوالان راغلي دي بې ویزه
باغ که خراب وې، الو یکه یکه پکښې ږده
یوه یې په سروکې میخونه ټک وهي
بل يې د تیو غوښه یو بل ته ډالۍ کوي
دا يې د مړو نڅاته ملګری میلمانه کوي
مه مې ډیرغموه ، غوچی پرې مې ږده!
باغ که خراب وې ، کوټه الو پکښې ږده
په شلو پښتنوکې که یو ږغیږی په بل لسان
ټوله ږغیږی پښتانه د هغه میلمه په زبان
په پښتني سیمو کې اوسیږی نور ملتان
اې وطنواله د پښتون په شا بوغچه مه ږده
باغ که خراب وې ، الو پکښي یک دوکه ږده
ځینې ته ګرانه له پوهنتو نه دانشکده ده
یوازې په پښتنې سیمو کې د اور لمبه ده
ولې د القاعده لکۍ تړلې په پښتانه ده
کشر ته مه وایه د مشر په غاړه هله پښه ږده
باغ که خراب وې ، الو په تومبسکه ږده
اوس د ښځو د تیو جراحان دی امران
د سر د میخو نجاران دی مرستیالان
د مړو نڅا ګران دلته اوس دی وکیلان
پښتونه! ډوډۍ په دې خواپخی مه ږده
که سم بڼ غواړې الو په کښې پرې مه ږده
لغتونه او کنايي:
غوچی پرې می ږده( ورک يي کړه!)؛شنه واښینه (شنه واښه)؛ توردربله ( جیل)؛تومبسکه( لوړه مځکه)؟ یکه دوکه ( خال خال)؛ اولکه ( وطن ) ، کوټوال ( د جېلخانې امر)؛خواپخی ( دستر خوان)
بینوا به وي ..بشپړ شعر ولولئ
بینوا به وي ..
پوهنمل محمود نظری
سوټ پزې! ډیر ډاریږې د مرګ له آوازې
د عزراییل له ویرې کړکۍ د ټول بینوا تړې
اخیربه یوه ورځ ننوځی لکه قارون په مځکه
ټول به وي بینوا به وي ته به نه يې
جریستان
په دنیا کې یو هیواد شته د جریستان
چې تر آبادي يې ډیره ده ساحه د قبرستان
مشرانو يې ګرو کړی دی هریو خپل ایمان
تر ولسه ډیر ورته ګران دي ګاونډیان
دا مسلمان ملک دی په نامه د جریستان
پاچا يي دی یو ژړانده ماهر شعبده باز
څلوروېښت ساعته په خوله وهي ساز
په ټولو خلکو پلوري د خپل خدمت ناز
په توره شپو ننباسي تک سپين سوییان
دا جادويي ملک دی په نامه د جریستان
مرستیالان یې دي ګیلن والا کلینران
اوس لکه خاکي مداري شوی مداریان
ټوله ورځ جنګوی موشخرما او ماران
ښه پوهیږی دځان په ګټه دخلکو په تاوان
دا عجب ملک دی په نامه دجریستان
وزیران یې لري لکه اوښ پيزوان
په هر کرسۍ کتل کیږي لکه بوټان
ټول جامع الکمالات دی په خپل ګمان
لکه ربوټان یوازې پېژنی خپل باداران
دا کمپوتری ملک دی په نامه د جریستان
وکیلان یې دی بې ازاره غټ قاتلان
له موره زیږېدلی دی مسلکی قصابان
هغوی د ولس شوی دی اوس ترجمانان
هلته غله امران دی مجرمان دی لیکوالان
دا د قانون ملک دی په نامه د جریستان
هلته فساد او غبن ډیر دی پرېمان
په مشرانو کې یې نشته یو باایمان
په کې ارزانه د ی خون د انسان
ولس یې ژوند کوی لکه پسان
دا د سولی ملک دی په نامه د جریستان
څوکۍ ورکول کیږي په اساس د جرم
وکیلان ټاکل کیږي په اساس د ظلم
هلته خوار دي خاوندان د پوه او علم
د هغو د مشرانو اولیا شوی دی شیطانان
دا عجب ملک دی په نامه د جریستان
هلته واک لري غداران او لاس پوڅي
په کې دهر ملک جاسوسان کوی خا لپوڅي
وژل او بندی کیږی یوازی خبرلوڅي
دلته یوازې خوشاله دي مجرمان اورندان
دا نمونه ملک دی په نامه د جریستان
هلته آزادی شته دغلا اوبنده ګي
هر یو یې په خپله سر ډنګوي
ټول ملت دی د پردیو په ګروي
له مجرمه نه شته هیڅ پرسان
دا ښه ملک دی په نامه د جریستان
په دولت راټول دی ډالرمریدان
دولت آوار کړی د یغما دسترخوان
لپاره خپلو دوستانو او برادران
هلته هر خایین بلل کیږی قهرمان
دا اتل ملک دی په نامه د جریستان
هر یو یې وایي زما خر هلته زه هلته
ټوله دی مړه شی امان دی وی زما سرته
ټول شوی ژورې د خپل هیوادبدن ته
د چوره او غلا وروسته شی یویو مسلمان
دا ښه ملک دی په نامه د جریستان
کنايي:
پر خپل سر ډنګول(بی سلا کار کول)؛د یغما سترخوان(غلا او چپاول)
زماخر هلته زه هلته(هغه څوک چې یوازې د ځان ګټه غواړی)
ټګه زمانه شوهبشپړ شعر ولولئ
ټګه زمانه شوه
پوهنمل محمود نظری
داځای د لوټمارو ټینګه اډه شوه
د غلو دولت د غلو ارګه بارګه شوه
ورځ توره تیاره او شپه رڼه شوه
غدار ته د مشر ویلو زمانه شوه
ټګه زمانه شوه د دوک کانه شوه
سقا وي راژوندی شوه دوباره
سقا زی ته د ماما ویلو شوه زمانه
د استقلال له یادونې ویرېږې ټوله
هیواد د غدار نو دارالخلافه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
د اتل له ګوره راووتل بهرچینجان
ځینې ګیډران ځینې شوه لیوان
نرانو واچوله پر خپلو سرو پټوان
وخت د شوله بخواو پرده شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دمشرانو زوی ورور شوه سوداګر
هغوی د خپلو پلرونو شوه کماییګر
لوټماران ټوله شوه ښه توانګر
د زور مټو او خونکارویارانه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دلته آزاد شو ل رمې ته شرمښان
په قراردادنو کې ټولو شول غنیان
زوی اخلي د مرمیو ضد موټران
په آبا يي د هریو لس زره ډالره ذمه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه یارانه شوه
دحج وزیر یې تسبی اړوی دی په سجده
د حاجیانو د قرباني پیسو ته دی خزه
د برېښنا وزیریې د چم سره لري اړیکه
د ایران په زړو توربینونه موګذاره شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
د اتل انځور شوی نښان د حریت
په درواغو ولاړ دی زموږ حاکمیت
لکه د ګاډۍ آس روان دی دولت
والیانوو ته د پاچا امر پوکاڼه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
د خونخوارو و بښله جرمانه شوه
دمجرمانو او زورمټو یارانه شوه
غله د مشر په امر خلاص له شاقه شوه
پاته دچا نوره د لته کومه ماڼه ګیله شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
مخالفت د څوکۍ لپاره شوه بهانه
په دوبی کې د قصرونه شوه مقابله
د بیت المال د تښتولو شوه مسابقه
د ډالروځغلول یوه عادی کیسه شوه
تګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
په موږ د لیونیانو شوې ده کانه
دشهیدانو مو هیر ه کړې ده هدیره
له شهیده پورته کیږی سیاسی ګټه
شیطان ته ډالۍ د ملایکو درجه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
داهیواد د ګیدړا نو شوه دیره
زمریان شوه د موزکانو په قبضه
لیوانو ته برابره شوه د داړلو زمینه
د نفاق لپاره ټول شرایط آماده شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دلته موډ شوي دي ښکروردرواغ
شاړې ته ویل کیږي د شالیمار باغ
سپينی کوتر ی ته ویل کیږی تور زاغ
دلته د پښه پر پښه اړولو بیا دوره شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دلته په سپينه ورځ تشیږي بانکونه
په سپينه ږیره خلک اخلي رشوتونه
هر بدماش دټاپو لري کلکسیونونه
د شنو سرو راسته چپه ټاپو دوره شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دیموکراسی د چاقو لاستی شو دغلو
لاندې د سپنو کوترو شوه تر وزرو
تیل شوه د غورازه او دریدلو موټرو
په خوارانو پيل شو وارونه د لغتو سوکو
زموږ ناغیړۍ په نړۍ کې اونمره شوه
ټکه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
پاکستان راته جوړ کړه رهبران
تښتیدلی یي ورته کړه پيروان
کومندانان يي کړه ورته لغړیان
زمریان اوس د ګیدړو په ولکه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
په ټاکنو لګول کیږي میلیونونه ډالره
یو ټاکنه يي دوې کړې له اوله سره
په جنګ کې کله ټاکنې کیږي بې خبره
په اشغال کې د ټاکنو پورته ولوله شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دشورا غړی کیدای شي امیان
قوانین جوړوی دلته جنایتکاران
ځکه پر مخ نه ځي زموږ کاروان
د هر غدار دلته مخ و شا کیسه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
ټوله نړۍ دې ښه ټاکنو ته حیرانه ده
دشورا پنځوس په سلو کې له ایرانه ده
نوره يي د امریکا روس او پاکستانه ده
په شورا کې د افغانانو صفر سهمیه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دا افغانستا ن شتون نه لري تجزیه
مشر مو ورکوی هرملت ته یوه ناحیه
مشر مو غواړی دا هیواد خوشبخته
طالبان او القاعده هغه ته یوه بهانه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
د امریکا دیموکراسۍ مه کوه پرسان
هغوی لري دلته آزادۍ د بمباردومان
ځینې کلکسیون جوړوي د غړو د افغان
د لته دتفنن لپاره د د افغان د وژلو میله شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دې ټاکنو د نړۍ سترګې کړې رانجه
هغو رای ورکړه چې پر غوږ یې وه مانجه
هر څه کیږی دوطنپلورو په خوښه
بیا وسلوال سپاره رسمی زموږ په شانه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
وايي افغانستان باید شي تجزیه
افغان یې پاک ته کلینتن کړه تحفه
د بلک په عقل افغان بایدشي دوه پله
د افغان لپاره د بیړاګانو د فیصلو دروه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
اوبه د سر دپاله خړي ديبشپړ شعر ولولئ
اوبه د سر دپاله خړي دي
پوهنمل محمود نظری
وطن ناروغ دی درملنه يې ده ستا وتنګ
ځکه دردونه يې ډیرشوی ستاپه کړنګ
هر چیرې لوټه ایږې له ګودړه تیریږې
هغه یوازې تاته هغه ګړی شي سنګ
پروسږ دی دکوچیانو غوټه نه کړه خلاصه
سږ هغه کشاله لامل شوه د شخړی او جنګ
د اردو د جوړولو لپاره سړه وسپنه ټکوې
له سړې وسپنې څخه نه جوړیږي فولاد خنګ
ټولې جامې چي تا په پردی درزي ګنډلي
هغه ددودي ولس ته نه دي د اغوستنګ
ټول کړپندوکي دي په ځان راټول کړي
ستا شاوخوایې جوړ کړی دی کړپنګ
د دولتي څوکیو دي جوړکړی شطرنج
رامخ ته کوې یو یو پياده ناشولټه بد رنګ
بڼ دی ټول ډاګ کړ په مچخو بیا
اړنی اخیستی څه وکړی نور دا منګ
غنم ښکاره کوې پلورې اوربښې
تر څو لکه څارکه په مر داریو به وي جنګ
کامونه سربداله شوه په دې تربوخه سیاست
د ولس دتندی په اینداره کې یې مالومیږي غنګ
په افغانانو دی اینه یخه کړه ه د ګاوندیانو
ټالی څټو یې ټول هیواد ووېشه پاته نشو یو شنګ
څه د وزیرانو څه د سرپرستانو په نوم ماړه شول
تاریخ دي کړ په دې رنګریزانو رنګ پنګ
د کلتور وزیر باید وای ډاکټر چې دی
نه ځو نډورپرتوګاښي چې ولري د ژبو انګ
دغرمې په باد نه پورته کیږي مه کوه هڅه
ډیر لوړیږي د مازیګر په یخ باد پتنګ
ښځه هغه ښه ده چې نیک خویه او وي وفاداره
دبدکارې څه سود که يې راوړی وي ډیر قلنګ
ددیموکراسۍ په نامه دي ټوله ناروا روا کړه
ملا تړلی ولاړ یې د قصابانو تر څنګ
د واک بګۍ ددیموکراسی متروکې په تاو بیايي
نه اورئ بغوي خپل د ګاډي زوړ انګریزي زنګ
پاروګړ اخیر له خپل ګران ماره وهل کیږي
انسان باید ونه کړي له ماره سره اوسېدنګ
ټول ستا له نرمښته په فساد شول لمن ککړ
د فساد وروسته لکه دانځر خورک کوي لورنګ
چې په یوه پښه ټکولو ورک شول هغه بزرګان
د(۵۲) الوتکې په وزر راغله بیا اړنګ دو ړنګ
دا لرګي سترګي کوی هغه څه چې نه وي د کونګ
تر پښو لاندې کوي خوار ولس اړنګ بړنګ
خر ه کله به څړ پوهیږي چې شي خوشي
د واښو په ځای ښکوی هر چیرې وی جړنګ
یاران دی دولس دپښو خاورې باسي
د قانون پسې یې پښې اخیستی غورځوی یې له ګړنګ
ستا کومه خبره ومني دا خوله تړلی ولس
چې هر ګړې د ځان په ګټه بدلوی خپل رنګ
نه پوهیږو ادم خان يي که ګوروان يي
افغانانو ته پیدا شوی ستا په خټه اړنګ
رنګارنګ ( ډول ډول) ؛رنګ ( تور او سپين رنګ) ؛ رنګ پنګ( په رنګ لړلی)؛
نګ ( نشه او ګنګس )؛ ړنګ بنګ( نشه خرامان)؛ انګ ( ضدیت) ؛شنګ( لږ شی یا څنډه) ؛ ړنګ ( خراب)؛ غنګ ( انعکاس) ؛ لورنګ ( قسم خوړل)؛ اړنګ( شک)؛اړنګ دوړنګ(کوږ ووږ)؛ اړنګ بړنګ(بی وسه)؛ کړنګ( لویه کنده)؛ جړنګ«جوړنګ»( بوټي د هندانی اوبادرنګو...)؛ خرسنګ(غټ کاڼی) کنایې کورډاګول( خرابول)؛اړنۍ ورته اخیستل( دیو شی په تمه)؛اینه په پخول ( غچ اخیستل)؛ ملا تړلی(همت کول)؛ تور ټغر ( بدمرغه او وطنپلورنکی)؛ سړه وسپنه ټکول( بې کاره هڅه کول)؛ غنم ښکاره کول او اوربښې پلورل( مکاري) ؛غوږاو سترګو تړلی( بې خبرو) ؛ سترګی لرګي ( بی شرم او حیا)؛ پښې ټکول( په یوه چغه) ، د پښو خاوري کښل( ضرر رسول)؛ پښي پسي ور اخيستل ( پر چا غښتلی او جرت پیدا کول )
اموخته خور بلا خوربشپړ شعر ولولئ
اموخته خور بلا خور
پوهنمل محمود نظری
پر پل خښتي ولاړ وه په یوه پښه کاندیدان ګوڼ
په خپلو تیرو یې تله تیرول هریوول ماکئ چوڼ
یو ول کوم منښت ما ولس چپه نعل کړی
دولس په لیدو مي هغو ته شا کوله لکه شکوڼ
رښتیا ده که هغه بل وار وم لږ تړتړي اوګونګ
نه مې اوریدل هغه مهال که څه هم نه وم کوڼ
دا وار مو پښې لوڅي کړي دی چوپړ ته د ولس
توبه مې ده که بیا د ولس په کار وکړم غوڼ
بل ول پښې مي ټینګي لګولی نه شوې له پردو سره
تر موږ لوړ واکمنان وه هغو ته ډیر ژباوڼ
مشرانو د ولس په غم مډالونه ټومبل
ما خوار کله هغو ته وهلی شو سڼ
هغه وار پټ پټونی د پردو ساز ته نڅیدم
دا وار هوډ کوم چې واورئ زما د بنګرو جڼ
هغه وار د خلکو په چغټان ولو وم چوپه خوله
داوار پر هغوو هرومرو وخاندم هڼ هڼ
څټ ګروم غواړم ووټ لاس برولوته
داوار به د پردو په ګته لکه مچ ونه کړم بڼ بڼ
بل ول هغه وار مو ځانونه سپيني کوترې کړې
هم خاوند دډالرو او په ټولو ناروا ګټو کې بابڼ
خیټه مې واچوله دخلکو پر مځکو او پټیو
پښې ټينگي لگوم دا وار په دولتی مځکو او بڼ
هغه وار مو ارمان وخوت د موټرانو په غرغر
دار وار به لکه مارشال ارمان وباسم په شڼ شڼ
بل ول دا چې موږ خبری ښي کولې لکۍ کږې
ځکه ان مشرانو لمن ککړو ته نه شوي کولی بوڼ
زه که څه هم پاک نفس او صاف نه وم
له دې برېټ غوړ وروسته به نشم بیا چوڼ چوڼ
اوس پوه شوم ولس ته چوپړ لري ښه نشه
هغه وار موږ په ځانمني او ولس ځوری وو شڼ
که څه زما د لاپو شاپو کټو وه بې خونده
دا وار به ولري زماد خبرو دیګ مساله او لوڼ
بل ول پښې مې لنډې لنډې کېدې په ویلو د رښتیا
هرومرو به زما له خولې نغمه واورې دا وار د ټڼ ټڼ
بل وار مې په په چوټو او بوتلو کوی جنګ
زما ژمنه ده دا وار به جنګ کوم په ماشین ګڼ
ما ول: ښه شوه تر ستوني تیره شوه داترخه خورده
خدای خبر چې ځان وباسي دوی بله دوره هڼ تڼ
هغه وار مو بانډ وباجه وا وریده نه شوه
دا وار به ولس وټنګوي ستاسو تڼ تڼ
***
که همدا خرک وي همدا به بیا شورا وي
لکه کډو په ظاهربه ډکوی په باطن پوڼ
داټاکنې دی د بوسو لاندې اوبه تیروول
بیابه هغه چوخطیان وي اود قانوني سوڼ
چی مشر غمبر وي اختر به خود مازیګر وي
په درغليو به په ولس منی هر ړوندوکوڼ
راځئ نه کړو دا د ډالرو حلوا ناحکه زیان
بیا به د هغو بزرګانو وینو یو یو مبارک ګوڼ
د مشر په غوڼ به د ماشومانو وي غوڼ غوڼ
د هغه دلاسه تل په ګډام کې وهي غنم ګوڼ
د ایوب صبر دی خدای دی ولس ته ورکړی
چې پاک شي بڼ له هرزه بوټو چې دي ګڼ ګڼ
ژباوڼ( چاپلوس)؛ چوڼ( غوره کول) ؛لوڼ (مالګه)؛ بڼ بڼ( د مچانو ږغ)؛بڼ (باغ)؛تڼ ( سندره)؛ چڼ چڼ( دمرغی ږغ)؛ دبنګرو جڼ( د بنګرو شرنګی)؛ ګڼ( ډیر)؛ سڼ (درواغ او د پزی سونلواواز)؛ سوڼ ( ږغ )؛شڼ شڼ( دآس شننی)؛ شڼ ( مست)؛ ګڼ ګڼ( نیږدې نېږدې)؛ ګڼ (په پزه کې خبری کول)؛ ؛ هڼ( په زوره خندا)؛ هڼ تڼ (روغ جوړ)؛ هڼ هڼ( د کچری اواز)؛تڼ تڼ(درباب ږغ)؛ چوڼ چوڼ( چین لرونکی) ؛ ړوند کوڼ ( وارختا او هغه چې نه اوري اونه ویني)؛ ؛ ګوڼ( ښکل او څېره او هم وېنه ته وايي)، پوڼ( منځ خالی او ډډ) ؛ غوڼ غوڼ( رینګ رینګ).غوڼ ( په پزی کې خبرې کول)، ؛ ګاوڼ( د ښځو ګډا او سرود)؛بابڼ( هغه څوک چی په هر څه کې ګډ وی).
هغه کنایې چې په دې نظم کې راغلي دي:
د ایوب صبر( ډیر صبر)؛ چپه نعل ول (ختا اسیتل) ؛ څټ ګرول( عذر یا شرمېدل) خپل بار تر مزله رسول (خپل په ګټه کار کول) ؛تله پر تېرول ( ځان ترې کښل)؛ پښه نيول ( بهانه کول نه تلل)؛ پښې ټينگي لگول( - احتياط کول)؛
پښي لنډي لنډي کېدل( له ویری چیری نه تلل)؛يوه پښه ورته درېدل ( زاری کول)
لاس برېدل( واک پيدا کول) ؛د بوسو لاندې اوبه تیرول( دخلکو تیراستل).