پښتو ادب · شاعران
داود جان صدیقی
د داود جان صدیقی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
لټونبشپړ شعر ولولئ
لټون
داود جان صدیقی
ستا د راتلو هوس لرمه یاره
خفه ما ښام دی څه به کړمه یاره
زما زړګی دا ګواهی راکوی
چی تا دلی اولټوومه یاره
ستا د ښا یست اثر په زړه کی لرم
ځکه هر وخت دی یادوومه یاره
زه چی دی وینم په خوبونو همیش
دا خوب به زه ریښتیا کوومه یاره
ما د خپل زړه سره فیصله اوکړله
تا به ضرور زه راولمه یاره
ماسره اووسه پروا مکړه دچا
رقیب به زه رسوا کوومه یاره
بس ته یو ځل رانه پوښتنه اوکړه
چی زه دی څمره خوښوومه یاره
که می دیدن درسره اوشی ښکلیه
دا راز به زه ښکاره کوومه یاره
داود جان وایی چی زما به وی ته
غماز له تا لری کوومه یاره