پښتو ادب · شاعران
ليلا خرم
د ليلا خرم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
له ځانه وركبشپړ شعر ولولئ
له ځانه ورك
ليلا خرم
له ځانه ورك
له خپلې سټې نه ورك
څومره پيړۍ كېږي له ځانه چې پردې يمه زه
اسمان مې ګرد نيولى
ځمكه مې- دا زړه بوډۍ د پښتو
چې يې ترې ټال دې د رنګونو په ګردو كې پنه
رانه د دې وړې دنيا سترو دښمنو يرغمل نيولې
خوله وازوم چې چيغه پورته كړم ناره جګه كړم
خو وينا د آزادۍ لاس مې تر خوله شي را تاو
لاس خو ځوم چې د بوډۍ له پښو نه
د يرغلګرو ځنځير وشوكوم
موټى مې ډك شي له باروتو د خپل ځان د انتحار لپاره
پر پښو په لڼده شم چې ګوندې دها لري سيمو
په آبادۍ به خپل ځان
د يرغلګرو له ځنځيرونو ژغورم
په خپلو وينو كې شم ډوب
د لرې سيمو د نامردو په نامرده غشو
پوهيږم نه چې ولې؟!
تاريخ رنځور دى، د بوډۍ ځمكې پښتو رنځوره
پښتون آسمان دى پيكه شوى زموږ
پرې وريځي ګرځي وچې اوښكې د دې غرونو پر اوږو تروره
او د باران بريښنايي وچ ګوګل نه
له ډيرې تندې څړيكه شوى
د ډوب شوي لمر پرغليو پلوشوې نوره.
نادودبشپړ شعر ولولئ
نادود
ليلا خرم
نا دود
لیلاخرم
خدایه زمونږ د غورې څانګې بهارونه دي
ډیره موده وشوه، وده نه پیژني
زمونږ د څانګي په تنکیوغوټیو
دساړه ژمي د نا دودو
نابللې کډه نه پیژني
نادودبشپړ شعر ولولئ
نادود
ليلا خرم
نا دود
لیلاخرم
خدایه زمونږ د غورې څانګې بهارونه دي
ډیره موده وشوه، وده نه پیژني
زمونږ د څانګي په تنکیوغوټیو
دساړه ژمي د نا دودو
نابللې کډه نه پیژني
د میرویس جلالزي کمپوز
تورکيسهبشپړ شعر ولولئ
تورکيسه
ليلا خرم
تورکيسه
ليکواله: ليلا خرم
له ستگرو بيا هم سباون غلی دی
او يوه بله څپه
د شومه دم د اوبو
د انتظار(اوبه نست) باندی مړوند تاووی
د څپو څاحکو کې رڼا
د سباون لټوم
خو هر يو څاڅکی يو حباب وي په يو دم چې شی ورک
او بيا زه گورمه چی
څومره بی ځايه
نن اخته يم او د شپې په سمندر کې
سباوون لټوم
هاسباوون چې لار يې نه پيژنم
او که ښکاره وای راته
ښاېې هنداری په شان
مابه خپل ځان وپيژندلی پکې
بيا د ابد لپاره
د توري شپې د
سمندر توپان دی
زما په وچ اوبه نښت لمدې څپيري وهي
او هره توی څپه
د تيري شوي څپې
توره کيسه په نوی شور
د وچو شگو تر غوږو رسوي