پښتو ادب · شاعران
عایشه ړنا مومندي
د عایشه ړنا مومندي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
ارمانبشپړ شعر ولولئ
ارمان
عایشه ړنا مومندي
نن می رنګونه د ماښام ځلیږی
نن په خاطر کی عجیبه نغمی دی
نن دزړه ستوری په جرګی تللی دی
نن خو په ځمکه کی اسمان ښکاری
نن می زرین دمینی شان ښکاری
نن ملغلری بیا له سترګو اوری
نن می خیالونه په ګډا راغلی
نن می په للمو شاړو ځمکو دزړه
ستا د نظر ښکلی باران ښکاری
نن می زرین د مینی شان ښکاری
زه په ځان پوه نه یم هک پکه پاتی
کله خندیږم یا ژړیږمه خدایه
کله رپیږمه دګل په شانی
کله می سترګو ته خزان ښکاری
نن می زرین دمینی شان ښکاری
زه درته لار دانتظار کی ناسته
تاته ګلپاڼی دخاطر ټولوم
نن می د سترګو تصور کی راته
هریو غاټول راته جانان ښکاریږی
نن می زرین دمینی شان ښکاری
ما لاهو کړی ده د صبر سیند کی
خپله د مینی دسرو زروو بیړی
درومی ساحل ته زه یی ښه وینمه
راته په سترګو خپل ارمان ښکاری
نن می زرین د مینی شان ښکاری
ګوره نصیبه ټکور شوی زړه می
له مانه لیری طبیبان ساته نن
نن دغه خوار ټپي ټپي زړګی ته
چیری په هیلو کی درمان ښکاری
نن می زرین دمینی شان ښکاری
وطنهبشپړ شعر ولولئ
وطنه
عایشه ړنا مومندي
پرون ماته رایادشول
پرون په زړه کی تاو شول
پرون ماته انځور شول
وطنه ستا یادونه
وطنه ستا غمونه
««««««
نن بیا په زړه تاویږی
نن سترګو کی ژړیږی
دننه په ګوګل کی
نن بیا د زړه مرغه می
په کوکو ده چغیږی!
نن بیا دتا دیدن ته
لښکری دغم بار دی
نن اوښکی بیا قطار دی
نن بیا دبیلتون کاڼی
په سر راباندی ایښی
نن بیا ستا د فکرونو
ټپونه دی په څړیکو!
نن بیا زما یادیږی
د خړ کلی باغونه
نن سترګو کی تاویږی
داوښکو بارانونه
وطن راته یادیږی
«««««
کلونه شول کلونه
له تانه لیری لیری
هوسی د بل دیار شوم
څه ورکه څه ښکاره زه
څه ماته په وزرو شوم
څه غم په زړه ایره کړم
څه اوښکه څه خندا شوم
له تانه چی جلا شوم
غمونه راپه برخه
په زړه راباندی بار شول
کاروان دژوندانه می
ټکری خوری ټکری
وطنه تانه لیری
هرڅه پردی پردی شول
فکرونه لیونی شول
کلونه شول کلونه
چی مونږ کی فاصلی دی
«««««
وطن زما وطنه!
په سترګو په لیمه کی
یادونه ستا په زړه کی
هرڅومره که خندا شم
که وکړمه وزرونه
که والوزم اسمان ته
خو زړه کی ستا غمونه
همیش وهی ټوپونه
خندا راځینی واخلی
پرمځکه می ګوزار کړی
تر تله به داغم وی
ترڅو چی زه ژوندی یم
ترتل به وی تر تله
ستا ځای دزړه په زړه کی
خپه نه شی وطنه
زما خواره وطنه!
«««««
دالیری فاصلو مو
دزړه واټن نږدی کړ
یوه شیبه د ژوند کی
له زړه نه لیری نه یی
هرڅومره که یم لیری
په سترګو کی اختر یی
وطن زما وطنه
زه ستا مرغه دباغ یم
سندره دسپرلو می
ستا غیږه کی زده کړی
ماشوم لومړنی پل می
ستا رغویی کی جږ کړی
په څه به رانه هیر شی
زما دزړګی سره
دردونه دی زما دی
غمونه دی زما دی
اباد اوسی وطنه
آباد اوسی وطنه
«««
نن بیا له مودی وروسته
دزړه وزرونه ښوری
دخیال په پروازو کی
ستا خواته دررهی دی
نن بیا دزړګی تل کی
ستا یاد چی دی شیندلي
واړه واړه ټپونه
په څړیکو دی زخمونه
««««
رڼا دا بل څه نه دی
چی بیادی ځوروی نن
په اور دبیلتانه دی
هر واری سوځوی تا
یادونه دی یادونه
د خوږ وطن یادونه
وطنه ستا فکرونه!
اخترهبشپړ شعر ولولئ
اختره
عایشه ړنا مومندي
اختره بیا زما په کور راغلی؟
په دی مالت کی خو کیسی لادروژی یادیږی
دلته خو وینم خپل ماشوم په ریتی پیتی جامو
ماخو اخیستی له بازاره پتاسی کله دی
اختره تاسره دردونه زما لاډیریږی
اختره زړه کی پرهرونه راته نور ژړیږی
اختره؟
ته خپه نه شی ته زما په سر اوسترګو قبول
خو زما، خو زماخونه ستا راتلوته لاتیاره نه ده
اختره، دلته لادجهل ډیوی بلی ګرځی
دلته واړه واړه بچیان زما په بم الوزی
دلته می مور دتورټیکری نه بل څه نه پیژنی
دلته نفرت نن چلوی زما په مینه حکم
دلته الفت دواړو لاسوکی ځولنی ګرځوی
دلته دمینی پریښته لا له وزرو بنده ده
دلته غلیم دمینی بیا حکم دغم جوړی
دلته زما په خاوره مینه دزړه وینه لری
دلته خو ترنګ دادم خان درباب نه جږیږی
دلته می چټی پیغلی کله سره لاسونه لری
دلته ډوډی زما ډوډی یادوی
وایه اختره ته به ولی زما کور ته راځی
دلته به چیرته تاهم وتړی وزرونو باندی
دلته د مینی پریښتی هم قربانی ورکړی
هغه لابنده ده په دواړو وزورو
که ته میلمه زما راغلی بیانو ښه راغلی
الله دی وکړی چی خپه نه شی ته
ماخودردونه دزړګی تاته ساتلی دینه
ماخو زخمی زخمی ټټر لیدلی
ما کی روژه په هره ورځ تیریږی
ما خو ګیلی دزړه بس تاته راوړی
اختره ماته که راځی نو دزړه سوال لرمه
تاته دشوڼدو په سردومره زه پیغام لرمه
اختره ماته سوکالی راوله
اختره ځان سره دی کله کله
مینه د زړنو او یاری راوله
اختره تانه زه یوسوال لرمه
لاړ شه دمینی پریښته له وزرو خلاصه کړه نن
لاړ شه ته ماتی زولنی کړه دالفت له لاسه
پدی پوهیږم چی نفرت به بیرته بیا لیری کړی
توری منګولی د کینی او دجګړو ګوره!
بیابه غلیم زما دخاوری کله
زمونږ دمینی ډیوی مړی وساتی
بیابه موسکاکړی د خندا ملکی
او پاڼی پاڼی به ما اوریږی
دسوکالی او سولی
سورکی ګلونه ګوره!
هلته به وایم چی اختر دیی په ما
هلته به دواړه خاندو
دماشومانو بی ګناه موسکاته
هلته به وایم چی اختر راغلی