د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عایشه ړنا

د عایشه ړنا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

آزاربشپړ شعر ولولئ

آزار

عایشه ړنا

مه وهه په کاڼو زما ښار د زړه
ماته او ټوټی به یې هنداره شي
غم به یی ویده ،ویده خوبونه کړی
خاوری او ایری به یی خیالونه شي
مه وهه!
زړه زما لیدلی کړیدلی شي
هوش لری هوس لری احساس لري
مینه لری ،غم لری ارمان لری
مه وهه!
تاسره ،
تاسره چې خیال د خپل زړګي شته دی
تاسره چی مینه شته او خیال شته دی
غم دبل دزړو کول ګناه نه ده
خو، هرځلی!
هرځلی چی وران د زړګی کلی کړی
بیا یی جوړول دومره اسان نه دي
او بیا!
مات زړګی ښیښه لری بازار لری
درد لری فریاد لری آزار لری!!!

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عایشه ړنا

ماته نن چیغه په سلګو ده اوس به کله راځي
ګوره چی اوښکه په لیموده اوس به کله راځی
زه یی له ورایه وینم سر لاپه سجدو کی پرته
ماته می مینه په زارو ده اوس به کله راځی
ستا انتظار کی خزان ژمی شو سپرلی راروان
د ځګر ګل په سپړیدو ده اوس به کله راځی
خالی خیالونه ستا دوصل په زړه تنګ راغلی
لمر می دصبر په ختوده اوس به کله راځي
زه د چنار په دنګ قامت کی ستا قامت لټوم
ماته ارمان په ژړیدو ده اوس به کله راځي
پام وکړه وګوره چی ورانه دزړګی خونه ده
ورځ می دعمر په تیارو ده ته به کله راځی
د اشنا یاده څاڅکی څاڅکی دزړه وینی ژاړم
درڼآ ساه نن په ختو ده اوس به کله راځی