پښتو ادب · شاعران
دوست محمد ځونډی
د دوست محمد ځونډی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
دوست محمد ځونډی
هر ماښام په يوه غزل پسې ستومان يم
پـه لاس نه را درومي تل پسې ستومان يم
دسپوږمۍ له رڼا پټ ، د چينار ډډ ته
توره شپه کې لکه غل پسې ستومـــــان يم
هسې نه چې د چا بد نظر يې وخوري
نن رقيب ورته کتل پسې ستـومان يم
څوک به دنګو محلـونو پسې درومي
زۀ پۀ سيوري د اوربل پسې ستومـــــان يم
دبيلتون په ورانه دښتــه کې ځونډيه!
دی مې ورک د اشنا پل پسې ستومان يم