پښتو ادب · شاعران
محمد نعيم کاکړ
د محمد نعيم کاکړ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
د وطن خاورهبشپړ شعر ولولئ
د وطن خاوره
محمد نعيم کاکړ
خاوري به يي سترګو ته رانجه كړم
په طواف به د وطن ځان پروانه كړم
ښكلوم به يې تور كاڼي دا العلونه
دوطن په هر ګودر به ننداره كړم
هر پر هر ته به ئې ځان پټۍپټۍ كړم
ښكلي ښكلي به يې جوړه كنډواله كړم
له دى دنګو دنګو غرونوڅه دي زار شم
د شپيلۍ آواز به ستا لوړ د شپانه كړم
چه در واړوي په بدو خړى سترګې
هر غليم به د كاروان سره ايره كړم
زه نعيم به دى دا شاړي ګلعزار كړم
د وطن بوټي به ټول ګل دلاله كړم
/كوټه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعيم کاکړ
/كوئټه
ستا سوچ او زما د كتو طريقه ده جُدا جُدا
ستا د دهوكې او زما د وفا طريقه ده جُدا جُدا
تاته چي كله وخت درپيدا سى، نو تۀ سوچ كوه
زما لار ستا د منزل د نشان نه ده جُدا جُدا
دا وخت او دا موسم به آخر هم ختم سي
زما د كلى موسم او ستا د ښار هوا ده جُدا جُدا
چا په زړۀ كښې وساتلم او چا ښيرې راته وكړي
زما د زړۀ زخمونه او ستا قراري ده جُدا جُدا
ځوانى او حُسن به ختم سي، تير په سي دا وخت
ستا ښائسته حُسن او زما ځواني ده جُدا جُدا
زۀ خو تا سره كړم ساده مينه،نه لرم په زړۀ كښې فيشني مينه
ستا فيشني زندګۍ او زما ساده زندګې ده جُدا جُدا
كه مينه كوي نو ولي نعيم ته دهوكي وركوي
ستا خوشحال ژوند او زما د غم نه ډكه زندګي ده جُدا جُدا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعيم کاکړ
كوئټه
جانانه! تۀ خو نۀ معلوميدي
هر ګل او بهار كښې نه معلوميدي
زۀ خو درپسې ګرځم به هر خواته
ته خو په رڼا كښې هم نۀ معلوميدي
نه راته ګل خوند راكوى او نه خو بهار
دا څنګه مينه ده چى ته نۀ معلوميدي
راكول به دي ټول شپه مس كالونه
خو بيا هم سهار ته نۀ معلوميدى
نعيم خو په ټوله نړۍ كښې وكتلي
جانانه! دا څنګه جدائى ده چى ته نه معلوميدى