د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالصمد صمیم وردګ

د عبدالصمد صمیم وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

زاریبشپړ شعر ولولئ

زاری

عبدالصمد صمیم وردګ

ددې دنــــیا عـجیب داســـــــــــــتان دی ربــــــــــه
لــــوند مې پــه اښکــــــو ټــول ګــــریوان دی ربــه

د ژونـــــــــدون هــره لــــــحظه غـــــم شــي راتـــه
په خـــوشـحالۍ کـــښې مــــې زړه وران دی ربـــه

پـه هـــــــــــره ورځ آواز د نـــــــوی غـــــــــــــم وي
په هـــــــــــر ما ښـــــــام مــو یو کــور وران دی ربــه

ځـنګـــــــه په مـــــینه به خـــپل یـــار ته ګـــــــــــوري
چــــــې غــوړولی یې پــــــری ســــــــــان دی ربــــه

زمـــــــا جـــــــانـان یو چا په زوره بــــــیل کــــــــړو
په ځنکــــــــــــــــــــدن مـــــــې دا بــــــیان دی ربــــه

کـــــــــه مـــې دښـــــمن په ګـــونډو پــری وتــــــــــللو
داده صــــــــــــــــــــــــــمیم د زړه ارمــــان دی ربـــه