پښتو ادب · شاعران
روښان سباوون
د روښان سباوون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
روښان سباوون
وکړه چی دی خوښه جفا ډیره ده
ستاځینی ستاغم کی وفا ډیره ده
مینه دی دزړه راسره نشته دی
هسی دی نازونه اداډیره ده
تاپسی به ستوری اقتداکوی
ستاچی له سپوږمی نه ځلاډیره ده
یاره عجیبه غوندی عادت لری
اوس دی له ښیرونه دوعاډیره ده
راشه (سباوونه )چی خماردی کړم
شپه خولاپرته ترسبا ډیره ده