د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جمال جمالیار

د جمال جمالیار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جمال جمالیار

دسهار باده نسيمه زماپر يارمی سلام وايه
څلور سره يارانو پر سردار می سلام وايه

اول ورسه نسيمه زماديارښکولی روزيته
په مينه مينه ورسه پر دلدار می سلام وايه

په سفينه شنه ګومبده هميشه لکه بهار وی
زه زار يی له مينار سم پرمينارمی سلام وايه

په ګل دګلاب کــــــــــــی می اســر ديـــار دی
په زړه کی می اوسيږی پر ګلزارمی سلام وايه

جمال،دزړه پر سر باندی ديار نوم نوی شته دی
په کومه لار چی څی پر هغه لار می سلام وايه