پښتو ادب · شاعران
سردار محمد سنګروال
د سردار محمد سنګروال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
مسافره شپهبشپړ شعر ولولئ
مسافره شپه
سردار محمد سنګروال
سترګی پټی ځان ویده کړم خو قرار نه راځی
شپه د هجران څومره اوږده شوه خوسهار نه راځی
شومو طعالو هسی پنا له تورو غرونو کړمه
چی به دی بیا وکړم دیدن دا می اعتبار نه راځی
ښکلی پالنګ راته ازغی شو اوړم راوړم پکی
لوی پیښور راته سور اور شو ننګرهار نه راځی
مخامخ ستر ګو ته می ودریږی مسکی غوندی شی
دا ستا تصویر رته غږیږی خو ګفتار نه راځی
غمازه تل به تور او شین ویی له غوصی نه راته
اوس ځکه خاندی چی جانان په دی لار نه راځی
که می تور سر سپینه وړی شی انتظار به یی کړمه
سنګروال څله راته وایی چی سردار نه راځی
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
سردار محمد سنګروال
دپامیر په لوړه څوکه چی برښنا وځلیده
پسرلی او رنګینی شوی پختونخواوځلیده
شبنم قطره قطره د هر یو ګل په غیږ کی ناست دی
د بورا نمجنو سترګو کی مسکا وه ځلیده
د قطار اوښانو مخکی د خوښی سندری وای
ښکاره شوه په کنډو کوچی لیلا وځلیده
شور دی غرغړی دی د ورغومو او اوښانو
د سپین په غره په لمن کیږدی بیا وځلیده
نصیب دی شه سنګره د سپرلی ورځی رنګینی
سنګروال درته قلم کی دا دوعا وځلیده
ښکاره شوبشپړ شعر ولولئ
ښکاره شو
سردار محمد سنګروال
په توره شپه کښی سپین سهارښکاره شو
له سورسالوچه مخ د یار ښکاره شو
ستا له راتلو سره ګلونه خاندی
ځکه پر سمه او غر بهار ښکاره شو
چه دی راوکتل مسکی غوندی شوی
راته ده مینی در دیار ښکاره شو
شه مبارک دی سره منګی ګودره
راغی د پیغلو لوی قطار ښکاره شو
چیرته سنګر چیرته بران د وصال
راته ځان پړ او شرمسار ښکاره شو
دا خوب که خیال ده لږ می وپوهوی
چی سنګروال می په کنار ښکاره شو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار محمد سنګروال
راشه جانانه د بهار شیبی دی
د ژوند خوږی مګر د شمار شیبی دی
پرخه غوټی غوټی ویده ده د ګلاب پر شونډو
په شنه چمن کی د بلبلو دچغار شیبی دی
شمعی تمامه شپه ژرا کره د هجران تیارو ته
اوس لږ ارامه شوه که خدای کړی د سهار شیبی دی
لاری کوڅی می درته فرش کړی د سپرلی په گلو
هم د وصال هم د مستی هم د خومار شیبی دی
ظالمه مه کوه وعدی چی پری وفا نه کوی
له مرگه سختی په والله د انتظار شیبی دی
چه مینه نه وی سنگرواله ژوند کی پاتی څه دی
د هجر ژوند نه مرګ بهتر دی څه په کار شیبی دی