د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عمر عمران

د عمر عمران پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

د څانګي اماج په ياد كيبشپړ شعر ولولئ

د څانګي اماج په ياد كي

عمر عمران

ځوانه څنكه دي په ماشه باندي ګوته ټينګوله
ايا ته يه لا تر سايي لاندي كينستي نـــــوي
سي دي ده څانګي په بشر ګولي كړي خښي
خير تاته خو د محشر ګرمي معلومه نوه
ځكه دي ده څانګي په سايه زوال راوستلو
ځوانه څنګه دي په ما شه باندي ګوته ټنګوله
تا پسي د بوراګانو ښيري هم پسي شوي
دڅانګي د كوڅي خوشبو دي په باروتو كړه بدله
تا په خپل كلي كي هم داسي غوټۍ وي رﮋولي؟
ځوانه څنګه نيمه شپه كي دغه سوچ سو در ولاړ
سي د خيا لو په خوب كي پټي دوه سترګي
پري دي نښودي د سهاري ريښتيا ميدان ته
ولاخوبيه جوړكړى لوي بازار وه په زړګي كي
پري دي نښودي د ريښتيا ميدان ته سي رڼي شي
ځوا نه څنګه دي په ما شه باندي ګوته ټينګوله
تا دي حيرت فضا ته ولي شا ورګرځولي
ولا په څنګ كي د اغزومي ګلونه داسي نه وه ليدلي
لكه تاچي د اماج په ﮋوند خزان راوستلو
ايا ستاسو په كلي خزان او بهار دواړه نه راځي؟
ريشتيا به وايي كوم يو دي خوښيږي
بيا دي ولي.دالله يار په كلي خزان راوستلو
هم دي ده ربي په كور دغم طوفان راوستلو
ځوانه څنګه دي په ما شه باندي ګوته ټينګوله
زه خويه ولاكه و انځور ته زړور كتلاي شم
تا يه مخامخ په سپين جبين كړي سترګي خښي
بيادي دغم ګولي ور واركړه سي په زړه يه شوله ډوبه
ولا چي زړه دي نه ده تور كا ڼي د صحرا ده
په ليدو د معصومو سترګو پرشا چي نه شو
ځوانه څنګه دي يه ماشه باندي ګوته ټينګوله
ايا په هيواد مو نور غمونه كم وه
سي دي ده رسنيو هم كړه ملا راماته
كړه دي د هيواد دحال احوال هنداره ماته
د امي عادت وه سي به مي هربيګاخبرونه كتل
اوس مي دسمال په لاس كي اوښكي پاكوم
تا هم كړه زمونږ دكوردميزهنداره ما ته
ځوانه څنګه دي په ماشه باندي ګوته ټينكوله
دا خو راته وايه سي چا دركړي دا ګولي وه
قسم ده درته يه دغسي وه ويلي؟
رڼيدوته سي پري نږدي دالكۍ داره سترګي
څانــــــــګي ورځه الله دي مل شه
د اخــــــــــــــــــــــرت غوټۍ دي ګل شه
ددنيا غوټۍ هيچا سره هم وفا كړي نده
د خپل قاتيل د غاړي تــــــــوك شي
هـــــــــمدا مقام دي بــــــــس ده
عمران هم چي لاس ګړي پورته په دعا شي
واي خدايه ما ته هم د څانګي مرګى راكړي

د ژورنالیږم د ډګر ملالۍ شکیبا څانګه اماج د 1386 ش کال د غبرګولی د میاشتی په لسمه نیټه د ژوند شیبو ته د پای تکی کیښود شکیبا اماج د شمشاد ټلویزون ویانده وه سی په دی ډګر کی خپل ځان قربان کړ چی 1390ش کال د غبرګولی 10 نیټه د ارواښادی 4 تلین سره سمون لری
روح دی ښاد وی

ستی ګلانبشپړ شعر ولولئ

ستی ګلان

عمر عمران

څنګه به اوس ګل سـي هغـــه بيبانى ګلان
هــم مو وهـلي په باروتــودا ښـارى ګلان
نه غـړوي سترګـي اوس پــراتـه په ډيرانو
لګـــيا دي رﮋوي هــم نــوي حـياتى ګلان

اغــزيه چا په سترګو يي ړونــد كړي تـــه
سـي نــه ويني په خواكـــي ګـاونډى ګـلان
فـكرورته وكړه تا دي رنګ ځني اخيستى
پــــه خـواكي دي پراته دغه زخــمى ګلان

اوليږي سى يوبل ته دغه ســوغاتى ګـلان
نشته زمــونږكلي كي هغسي موډی ګــلان
خــداي ږو كه مي ليدلي ول په عمر كــي
ستاسوځيكروباندي ددغـي خپلواكى ګــلان

وغړوي سترګي كه پاتي وي باقــى ګلان
خــــوندي كي نور د سيمي دا تنكی ګـلان
رنـــګ د بوراګــــانو مو هـير شوي دي
وايــي نه ګـورو نـور دغه ښكيلاكى ګلان

نــه ښكاري ګلـــشن كي هغه پخوانی ګلان
ځكه خواكي دى پراته مو مصنوعی ګلان
باغ د حُسن يه زمونږه سي خــړ پړ كړلو
له كله نه راغلــــي سي دغه طوفانی ګلان

كـــر د ګلو موهير شوي پــوري, كلي كي
مونږه ســـي كرو اوس دغه تـرياكی ګلان
خو ﮋوند مو په ﮋوند نه ګـــڼي دا خلك هم
څو سي جيب كي نلرو ښكلي كاغذی ګلان

څــو به مو دخيرلاس نيولي وي اغزيو ته
خـپلوكي سي نه غواړودميني حقيقى ګلان
عمرانه ته دي هم نورصبرپه دي شتو كړه
كــــه ښه دي تاته ښه دغه قسـمتى ګــلان

زما خړه وطنهبشپړ شعر ولولئ

زما خړه وطنه

عمر عمران

أي زما خـــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــابله
امـــــــنى در پــــــــــــكي نــــــــشته له ازله
څــــــــــــــــوك دي پـــــــه راكـــــــــــټو ولي
څــــــــــــــوك دي پـــــــــه بـــــــــــمونو ولي
څـــــــــــوك دي دښــــــــــــــــتي بيبانونه ولي
څـــــــــــوك دي مركــــــــزكي وزارتونه ولي
أي زما خــــــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــابله
امــــــــــنى در پـــــــــــكي نـــــــشته له ازله
څـــــــــوك درته په مــينه له بهره بيرته راغلو
چــــــــا په داخل كي كړلي چـور بهر ته لاړو
څـــــوك دي په كنډوالو كي ځاي دګزران لټوي
څوك دي په وينوپه يوروپ كي بلډ ينګان لټوي
أي زما خــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــــابله
امــــــــــــنى درپكي نـــــــــــــــــشته لــه ازله
چــــــــــــا د سمندر يــــــــخو اوبــو نه ويشتي
چـــــــــا دبابا دغــــرو سرونــــــه ويـــــــشتي
څـــــــــوك دي ديدن پـــــسي ړانده شول ګوره
چـــا دي ده خـــپل كـور له در وازو نه ويشتي
أي زما خــــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــابله
امـــــــــــنى در پــــــــكي نــــــــــشته له ازله
ولا خلــــكو كــــــه په غټو مي وس نه رسيږي
اوس يه په تـــــــور د ورانولو غريبان نيــسمه
بس عمرانــــــــه د قلــــــــــم سره مي پريږدي
چـــــــــي زه يه مخه د اغيار نيــــــــــــــــسمه
أي زما خــــــــــــړه وطنه خړه كـــــــــــــابله
امـــــــــــنى در پــــــــكي نــــــــــشته له ازله

د اپريل په 18 نيټه په دفاع وزارت با ندي حملي په ياد كي

لمـــــــــــرهبشپړ شعر ولولئ

لمـــــــــــره

عمر عمران

رنځوران داوږد و شپو چي ستا د راختو كه انتـــــــــــظار
غريبان داوږدو ورځوچي ستا د ډوبيدو كه انتـــــــــــــــظار

او ســـــــــي د ميني روﮋه يه وي نــــــــيولي له ســـــهاره
ريښتينــــــي عشوقان دي ستا د ډوبـــــيدو كه انتــــــــظار

خـــــــــــداي وركــــــــړ ي څـــــــومره شكلي ســــترګي
د(بــــــم) به نام مارغـــــه ده ســـتا د ډوبيود كه انتـــظار

ګــــــــــــلاب كه ستا له توُندۍ زهير شي لاندي غورځي
خـــــــــــــــو ســـتاپه نامه ګل ده وي به تاپسي سرګردان

ټـــــــــول مخلوق او هره ګــــــــــيا دي په نـــــور پا يي
ګل دانځردي خـــــفه كــــــــــــړي دا حكمت د ذ ولجلال

د زاړه ښار زړو كــــــــوڅو كـــــــښي سخته يخــني وه
زاړه موټركښي ناست عمران ستا دپلوشو په انتـــــــظار