پښتو ادب · شاعران
رفیع الله فریاد
د رفیع الله فریاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رفیع الله فریاد
خاوری که به ګل غوندی صنم اندی راځی
څوک به می داوښکوترشبنم لاندی راځی
زه يم درپسی زه یی په ستر ګو ښکلومه
ستاچی کومی خاوری ترقدم لاندی راځی
خوښه دی ده نن ددښمن مرګ ته کوم اخلی
مارترتوری وځی ترقلم لاندی راځی
زوی دومره په ناز اوخواری مه لویوه موری
پای به یاترتیغ اویاتربم لاندی راځی
بس دیاروعدوته انظارکښینه فریاده
یابه دی ترغیږ یاترقسم لاندی راځی