پښتو ادب · شاعران
محمد هارون رښتيا
د محمد هارون رښتيا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد هارون رښتيا
دوه سترګي راواړوه اشنا ګوره
خوا نه دي روان يم په سفر ځمه
زمانه چي زړګي مي پي پاتي دي
ځکه خو دي کلي ته اکثر ځمه
سا دشرابي حسن اثر دي دا
دا چي زه په لاره تل اوتر ځمه
پام کو خفه نشي چي څوک پوه نشي
ځکه ستا له څنګ وختي سحر ځمه
ما هارون ته زما کابله ياد يي تل
ستا خواته درځم له پيښور ځمه